Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جلال اباد ( پژواک ٢٧ غبرګولى ٩١): د وينې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ننګرهار عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، چې په تېرو دولسو مياشتو کې ورته ١١ زره ٢٧٣ تنو وړيا وينه ورکړې ده.

د ننګرهار ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد د غبرګولي په ٢٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى په ملکي روغتون کې د وينې بانک ته ناروغ لرونکو ځوانانو، د پوهنتون محصلينو او د بېلابېلو ټولنو غړيو څه باندې پنځه نيم مليون سي سي وړيا وينه ورکړې ده.

د هغه په وينا، له هر وينه ورکوونکي څخه يې ٥٠٠ سي سي وينه ترلاسه کړې، چې د فشار، شکرې، تور زېړي او ساري ناروغيو له معايناتو وروسته د وينې بانک کې ساتل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې د ترافيکي پېښو، چاودنو او د جګړو ټپيانو ته د عامې روغتيا روغتون ١١ زر ه او  ١٦١  سي سي وړيا وينه توزيع کړې ده.

ډاکټر شيرزاد وويل:((په دغه ولايت کې ٢٣٥ کوچني ماشومان د تليسيمياپه ناروغۍ اخته دي، چې ٢٠٠ تنه يې هره مياشت او ٣٥ يې په هرو ١٥ ورځو کې وينې ته اړتيا لري.))

د ده په خبره، د دغه حساب له مخې، د تليسيميا ناروغانو ته تراوسه شپږ زر ه او ١٤٤ پاکټه وينه تزريق شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په ټول ننګرهار کې ٣٢٠٠ تنه د ژوندي بانک په توګه ورسره ثبت او راجستر دي، چې د بېړنيو اړتياوو پرمهال يې را غواړي او ناروغانو ته وينه ورکوي.

شېرزاد له ننګرهاريانو وغوښتل، چې د نورو انسانانو د ژوند ژغورلو په موخه دې وينه ورکړي، چې هېڅ ډول روغتيايي زيانونه، نه لري.

د ويښ افغان په نوم د اصلاحي او ټولنيز تحريک د ختيځ زون مشر ډاکټر زرعلي معروف پژواک اژانس ته وويل، چې ټولنې يې له څلورو مياشتو راهيسې زر تنه ځوانان چمتو کړي، چې درې سوو ناروغانو ته وينه ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې په همدې موخه يې يواځې له ننګرهار او الفلاح پوهنتونونو څخه اتيا زره سي سي وينه راټوله کړې ده.

ډاکټر زرعلي هم له خلکو وغوښتل، چې د تليسيميا ناروغۍ د مخنيوي تر ټولو اغېزمنه لاره دا ده، چې ځوانان له خپلوانو نجونو سره واده ونه کړي.

د حصارک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي دلاور پژواک اژانس ته وويل، چې د يوه کال په اوږدو کې يې درې ځله وړيا وينه ورکړې ده، نه يواځې کومه روغتيايي ستونزه ورپېښه شوې، بلکې نوره يې هم روغتيا ښه شوې.

د مدني ټولنو د همغږۍ شورا غړې او د ولسي جرګې پخوانۍ وکيلې ملالۍ شينوارې پژواک اژانس ته وويل، چې په ختيځه سيمه کې په لومړي ځل د وړيا وينې ورکونې دود عام شوى دى.

ملالۍ په لوبغاړو، هنرمندانو، شاعرانو، ژورنالېستانو او ليکوالانو غږ وکړ، چې په خپلو مسلکي خدمتونو کې دې خلکو ته عامه پوهاوى ورکړي، چې وړيا وينه ورکړي.

د يادونې  ده، چې د غبرګولي ٢٥ مه ،چې د جون ١٤ مه کېږي هر کال په نړۍ کې د وينې ورځې په نامه نومول کيږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.