کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩١): د افغانستان د سټندرد ملي ادارې په بېلابېلو برخو کې ١٢٥ سټندردونه جوړ کړي، خو تر اوسه د توکو د کيفيت د تصديق امکانات نه لري.
دغه څرګندونې د افغانستان د سټندرد ملي ادارې (انسا) مشر پوپلزي پوپل د غبرګولي په ٢٨مه په کابل کې د ملي سټندردونو تر نوم لاندې جوړ شوي يو ورځني روزنيز سيمينار کې وکړې.
هغه له پژواک خبري اژانس سره په لنډو خبرو کې وويل، چې د توکو د کيفيت د تصديق لپاره مسلکي بشري ځواک او پرمختللي وسايل په واک کې نه لري.
خو ده وويل، چې د توکو د کيفيت د تصديق موضوع د انسا ادارې د پنځه کلن ستراتيژيک پلان په لومړيتوبونو کې ده. هغه وايي چې دا پلان تېر کال جوړ شوى دى.
نوموړي زياته کړه: ((هڅې مو روانې دي، له يو شمېر مرستندويه سرچينو سره مو خبرې کړې چې په دې برخه کې له موږ سره د اړينو پرمختللو وسايلو مرسته وکړي.))
د جوړ شوو سټندردونو په اړه يې وويل، چې د سټندردونو پلي کېدل اختياري او اجباري بڼې لري.
ده زياته کړه: ((په هغو برخو کې چې مصئونيت په کې مطرح وي، هغه په اجباري ډول د دولتي او نا دولتي ادارو له خوا د مقررو او لايحو او يا هم د جلا سټندرد په بڼه تطبيقېږي، خو په هغو برخو کې چې کيفيت مطرح وي، هلته بيا اختياري بڼه لري.))
هغه وويل، چې د انسا ادارې له خوا د جوړ شوو سټندردونو له ډلې ٣٠ يې د عامې روغتيا وزارت اړوند دي چې د خوراکي توکواو درملو په برخه کې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د هېواد په بازارونو کې ډېر بې کيفيته او تاريخ تېر خوراکي توکي او درمل شته دي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو سرپرست مرستيال ډاکټر عبدالله فهيم هم د هېواد په بازارونو کې د بې کيفيته درملو او خوراکي توکو شتون رد نه کړ.
هغه وويل: ((د درملو او پروسس شوو لومړنيو خوراکي توکو کنټرول، چې زموږ مسووليت دى، تر ډېره بريده شوى دى، خو بايد ووايم چې همدا درمل او همدا خوراکي توکي زموږ هېواد ته له نا قانونه لارو هم راځي، چې د هغه کنټرول ستونزمن کار دى.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP