Language

محقق: په دايرة المعارف کې د هزاروو سپکاوى شوى

کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩١): د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا په وروستي چاپ شوي دايره المعارف کې د هزاره قوم ته سپکاوى شوى او کورنيو جګړو ته لار هواروي .

دغه څرګندونې د افغانستان د حزب وحدت مشر او په ولسي جرګه کې د کابل د خلکو استازي حاجي محمد محقق د غبرګولي په ٢٨ مه ، په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال وکړې.

نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ لخوا د ( اطلس اتنو ګرافى اقوام ساکن افغانستان، به غير از پشتون ) تر نوم لاندې دايره المعارف کې د هزاره قوم ته سپکاوى شوى دى.

د هغه په وينا، په دغه کتاب کې هزاره د چنګېز او مغل اولاده او د هزاره ګانو د رافضينو په ډله کې بلل شوي دي.

د يو شمېر ديني عالمانو په وينا، رافضين د شيعه ګانو هغه ډله ده، چې له حضرت علي ( رض ) پرته د حضرت محمد (ص) نور ياران نه مني او ورسره مخالفت ښيي.  

محقق وويل، چې په ياد کتاب کې د بېلابېلو کسانو له نقله هزاره دروغجن، بد معامله او بې باوره ياد شوي دي.

د ده په خبره، په دايره المعارف کې راغلي، چې د هزاروو ښځې  پرته له سر څخه نور په ټول بدن کې وېښتان نه لري.

هغه وويل، چې دى په دې اړه جدي متاثر او متاسف دى او دغه کار يې د يو شمېر مغرضو او متعصبه کسانو کار وباله .

محقق زياته کړه: ((زه نه پوهېږم چې کرزي څنګه د علومو په اکاډمۍ کې داسې کسان پرېښي او له دې څخه يې مقصد څه شى دى .))

نوموړي له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې د علومو اکاډمي منحل او په ترکيب کې دې ورته د هېواد ټول اقوام په پام کې ونيسي.

د هغه په وينا، هزاره په افغانستان کې يو ستر قوم دى او هېڅوک نه شي کولاى په دې ډول څرګندونو سره هغوى توهين او يا هم کم ياد کړي.

ده وويل، چې دغه ډول  قضيې په هېواد کې يو ځل بيا کورنيو جګړو ته لمن وهي او اړينه بولي چې مخنيوى يې وشي.   

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په دغه کتاب کې راغلي، چې د افغانستان په وګړيو کې ٩ سلنه هزاره دي، خو په وينا يې، د بن په لومړۍ غونډه کې د هزاره ګانو سلنه ١٩،٥ ښودل شوې وه.

د افغانستان د علومو اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد په اکاډمۍ کې د مغرضو او متعصبو کسانو شتون په کلکه رد کړاو دغه اداره يې د ملي يووالي تمثيلوونکې وبلله.

دغه راز هغه په ياد شوي کتاب کې د هزاره قوم په اړه د راټولو شويو معلوماتو په اړه وويل، چې په دې کتاب کې ټول معلومات ليکوالانو له نورو سرچينو څخه راخيستي دي.

نوموړي زياته کړه: ((خو بيا هم کله چې په دې اړه نېوکې راپورته شوې، د علومو اکاډمۍ د هېواد له نامتو علماوو او پوهانو له ترکيب څخه يو کمېسيون په کار وګوماره، ترڅو دغه موضوع وڅېړي.))

راشد وايي، چې په کتاب کې د راټولو شويو معلوماتو په اړه بايد ليکوال ځواب ووايي، که چېرې ځوابونه يې د قناعت وړ نه وي ، هغه مطالب به له کتاب څخه ووېستل شي.

د ده په خبره، ياد شوى دايره المعارف دوه مياشتې مخکې چاپ شوى، خو په دې اړه د رامنځ ته شويو نېوکو له امله يې خپراوى بند شوى دى.