Language

کابل (پژواک ٢٨غبرګولى ٩١): د ملي امنيت رياست وايي، چې د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس په ورځ يې په کابل او کندهار کې د ځانمرګو بريدونو مخه نيولې او په تور يې درې ځانمرګي بريدکوونکي  نيولي دي.

د اسيا زړه هېوادونو د کنفرانس د تېرې پنجشنبې په ورځ  د سيمې او نړۍ د يو شمېر هېوادونو د استازيو په ګډون په کابل کې جوړ شو، چې کلک امنيتي تدابير ورته نيول شوي وو.

 د ملي امنيت رياست مرستيال وياند شفيق الله طاهري نن (د غبرګولي ٢٨ مه) په يوه خبري ناسته کې په کابل کې وويل، چې وسلوالو طالبانو غوښتل له يادې ناستې سره هم مهاله په کابل کې د ملي اردو پر تعليمي مرکز ځانمرګي بريدونه وکړي، چې وار له مخه يې پلان شنډ او دوه ځانمرګي ونېول شول.

 د هغه په وينا، نيول شوي ځانمرګي رحيم جان او عبدالله نومېږي، چې د غزني د رشيدانو او مقر ولسواليو اوسېدونکي دي، چې د ملي امنيت منسوبينو له يوې اندازې وسلو او مهماتو سره نيولي دي .

نوموړي زياته کړه، چې يادو ځانمرګو ته د طالبانو يوه قوماندان مولوي محمد د بريد پلان جوړ کړى و او د هغه په دستور يې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې يو کور هم کرايه کړى و.

طاهري وويل، چې نيول شوي کسان دا مهال له دوى سره تر څېړنو او پلټنو لاندې دي.

ده دغه راز وويل: ((د ملي امنيت منسوبينو د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې هم دوه ځانمرګي بريدګر له يوې ريکشا سره نيولي دي، چې له چاودېدونکو توکو ډکه وه.))

طاهري زياته کړه، چې نيول شويو کسانو غوښتل له چاودېدونکو توکو ډکه ريکشا د اسيازړه هېوادونو له کنفرانس سره هم مهاله په کندهار ښار کې وچوي.

د ده په خبره، نيول شوي ځانمرګي يو د کندهار د معروف ولسوالۍ او بل د کندوز ولايت اوسېدونکي دي او په خپلو جرمونو يې اعتراف کړى دى.

ده وويل، نيول شويو کسانو ويلي، چې د پاکستان په کوېټه ښار کې يې د طالبانو د قوماندان عبدالرازق او حمدالله لخوا، چې په کوېټه کې اوسېږي د طالبانو ليکو ته ورغلي وو او د ١٥ ورځو لپاره يې پوځي زده کړې هم کړې دي.

د ملي امنيت رياست وياند همداراز يادونه وکړه، چې ددې رياست منسوبينو يې د بدخشان  د فيض اباد په زاړه ښار کې د تاجکستان د طالبانو د انصارالله د تنظيم يو غړى هم نيولى دى.

طاهري وويل، چې نيول شوى کس اصيل الدين نومېږي، د تاجکستان تبعه دى او د دې هېواد د خطلان ولايت د بودان کلي اوسېدونکى دى.

د ده په وينا، له ياد کس څخه د بدخشان او بغلان ولايتونو جعلي تذکرې او د پاکستان شناختي کارډ او د پاکستان په هرېپور کې د جامعة القرآن مدرسې کارت هم ترلاسه شوى دى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.