ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل  د خښتو شاوخوا زرو بټيو د اعتراض په ډول د خښتو پلور بند کړى

د کابل د خښتو شاوخوا زرو بټيو د اعتراض په ډول د خښتو پلور بند کړى

author avatar
18 Jun 2012 - 17:16
د کابل  د خښتو شاوخوا زرو بټيو د اعتراض په ډول د خښتو پلور بند کړى
author avatar
18 Jun 2012 - 17:16

کابل (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩١): د کابل په شمال کې د خښتو شاوخوا زرو بټيو د اعتراض په توګه د خښتو پلور بند کړى او دغه کار د دې لامل شوى، چې په کابل ښار کې د خښتو بيه څه باندې ٣٥ سلنه لوړه شي.

دغو بټيو، چې د کابل په ده سبز او کلکانو ولسواليو کې موقعيت لري او په کابل کې د اړتيا وړ خښتې همدغه بټۍ توليدوي، له تېرې يوې اونۍ راهيسې يې د خښتو پر پلور بنديز لګولى دى.

د دغو بټيو د ټولنې مشر حاجي جنت ګل نن پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه بنديز يې ځکه لګولى؛ چې له يوې خوا د ډبرو سکرو بيه لوړه شوې او له بلې خوا په کابل ښار کې د ترافيکو پوليس د خښتو له لېږدوونکو موټرو څخه پيسې اخلي.

د ده په وينا، حکومت په باميانو کې د ډبرو سکرو کانونه چينايي کمپنۍ ته ورکړي او ورسره د دې سکرو بيه د تېرو دوو اونيو په پرتله څه باندې ٥٥ سلنه لوړې شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، يو موټر د ډبرو سکاره چې دوې اونۍ مخکې په ٤٥٠٠ افغانۍ پېرل کېدل اوس په ٧٠٠٠ افغانۍ پېرل کېږي.

دغه راز جنت ګل دعوه کوي، چې د کابل ښار په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکو پوليس د خښتو له لېږدوونکو موټرو څخه پيسې اخلي.

دى وايي، چې ترافيک د هر ځل لېږد پر مهال له يو موټر څخه په بېلابېلو ځايونو کې په ټوليز ډول تر زرو افغانيو اخلي.

هغه وايي، چې بټۍ لرونکي دغه لګښتونه نه شي پوره کولا نو ځکه يې په اعتصاب لاس پورې کړى دى.

د ده په وينا، مخکې له دې چې د ډبرو د سکرو بيې لوړې شي، بټۍ لرونکو ته زر خښتې په ٢٥٠٠ افغانۍ لوېدې خو اوس ورته په ٣٢٠٠ افغانۍ تماميږي.

ده ګواښ وکړ، چې که حکومت يادې ستونزې حل نه کړي نو دوى به د اعتصاب د دوام ترڅنګ پر لاريون هم لاس پورې کړي.

حاجي جنت ګل زياته کړه: “موږ کرزي صاحب ته دا وايو چې د ده حکومت يو حکومت دى، که په هره چاراهي کې يو حکومت دى؟ چې هر ترافيک ځان ته پيسې اخلي.”

د بټيو د ټولنې مشر وايي، چې په يادو شاوخوا زرو بټيو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول ګڼ شمېر کسان په کار بوخت دي چې د بټيو د اعتصاب په دوام سره به وزګار شي.

د خښتو د بټيو په اعتصاب سره په کابل ښار کې د خښتو بيې لوړې شوې دي.

 د ده سبز ولسوالۍ يوه بټۍ لرونکي چې د کابل ښار په ميرويس ميدان کې د خښتو پلورنځى لري وايي، چې يوه اونۍ مخکې يې زر خښتې په ٣٧٠٠ افغانيو پلورلې، خو نن دغه بيه ٧٠٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

دى د خښتو د بيو د لوړېدو لامل په بټيو کې د خښتو د پلور بندېدل بولي.

هغه هم وايي، چې بټيو ځکه په اعتصاب لاس پورې کړى چې د سکرو ډبرو بيه لوړه شوې او ترافيک د خښتو له موټرو پيسې اخلي.

د سرچينې په وينا، که چېرې دې ستونزې ته د حل لار ونه موندل شي، د خښتو بيه به نوره هم لوړه شي؛ ځکه چې په بازار کې خښتې کمې دي او د يوې ورځې اړتيا هم نه شي پوره کولاى.

د فضل الدين په نوم د کابل ښار د کمپنۍ سيمې اوسېدونکى چې کور جوړوي، وايي: “بټۍ والا د ځان ګټه ګوري او حکومت هم کېداى شي خپل مشکل ولري، خو په دې منځ کې خلک متضرر کېږي.”

ده وويل، چې نن يې زر خښتې په ٤٩٠٠ افغانۍ پېرلې دي او که د خښتو بيه په همدې ډول وي، اړ دى چې د کور جوړولو کار بند کړي؛ ځکه چې په دې بيې سره نه شي کولاى د کور لپاره خښتې وپېري.

د افغانستان د کانونو وزارت وياند محمد جواد عمر وايي، چې په باميانو کې د ډبرو سکرو کانونه مخکې په خپل سر استخراج کېدل، خو اوس د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې د دغه کار مخنيوى شوى او دغه کانونه به د استخراج لپاره چينايي کمپنۍ ته ورکړل شي.

عمر وايي، چې د دغو کانونو خپلسرى استخراج په غير فني ډول ترسره کېږي او دا ډول استخراج د کارکوونکو لپاره د مرګ خطر هم لري.

ده زياته کړه: “موږ نه شو کولى چې د څو تنو د ګټې لپاره د لسګونو کسانو ژوند د مرګ له خطر سره مخ وي.”

ده وويل، چې د خپلسري استخراج په مخنيوي سره د ډبرو د سکرو بيې لوړې شوې دي.

هغه زياته کړه، چې په قانوني توګه د دغو کانونو د استخراج له پيله وروسته به د سکرو ډبرو لپاره بيې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له خوا وټاکل شي.

د کورنيو چارو وزارت د وياند غلام صديق صديقي د هغې ادعا په اړه چې ګواکې ترافيک د خښتو له موټرو پيسې اخلي، وويل، د کورنيو چارو وزارت به دغه موضوع په جدي ډول تعقيب کړي او که ترافيکو پوليسو دغه کار کړى وي، قانوني چلند به ورسره وکړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.