محمودراقي (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩١): د اوبو او انرژۍ وزير وايي، چې په راتلونکو دوو کلونو کې به فرانسه او روسيه د نغلو بند ورغوي.
دغه څرګندونې د اوبو او انرژۍ وزير اسمعيل خان نن (د غبرګولي ٢٩ مه) د کاپيسا په مرکز محمودراقي کې د يوې غونډې پر مهال وکړې، چې ورسره په کابل کې د فرانسې هېواد سفير، د ملي شورا يو شمېر غړو او د کاپيسا ولايت چارواکو ګډون کړى و.
په ياده غونډه کې، چې د دغه ولايت د مرکز د دولتي ادارو او نږدې ١٦ کليو لپاره يو مېګاواټ برېښنا له کابل څخه د لېږدونې په موخه جوړه شوې وه، د اوبو او انرژۍ وزير وويل، چې دغه برېښنا له تاجکستان هېواد څخه د وارداتي برېښنا يوه برخه ده، چې دغه ولايت ته ورکړل شوه.
د هغه په وينا، په راتلونکو دوو کلونو کې به د فرانسې او روسيې هېوادونو په مرسته د نغلو بند د رغونې چارې بشپړې شي او يو سب سټېشن به د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې ولګوي.
نوموړي زياته کړه، چې له دغه سب ستېشن څخه د کاپيسا درېيو ولسواليو، نجراب، تګاب او اله ساى ته برېښنا ورکړل شي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه راز به په نږدې وختونو کې د هندوستان هېواد او نړيوال بانک په مرسته د پروان اړوند په جبل السراج کې هم يو د برېښنا بند جوړ شي.
اسمعيل خان وويل، چې له ياد بند څخه به هم د کاپيسا ولايت درېيو نورو ولسواليو ته برېښنا ورکړل شي.
په کابل کې د فرانسې هېواد سفير بېرناډو يوژولېډ هم په ياده غونډه کې وويل، چې د نغلو بند پر جوړېدو لږ تر لږه ٢٥ ميليونه يورو لګښت راځي.
د هغه په وينا، په دې برخه کې فرانسه او روسيه ٨٠ سلنه ونډه اخلي او پاتې به افغان حکومت له خپلې بوديجې څخه پرې لګوي.
نوموړي زياته کړه، چې د نغلو بند په بيا رغېدو به دغه بند ١١٠ کيلوواټه برېښنا توليد کړي، چې د کابل او کاپيسا ولايت يو شمېر سيمو ته بسنه کوي.
په غونډه کې د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي په دغه ولايت کې د فرانسې هېواد له خوا ترسره شوي پروژې وستايلې او زياته يې کړه، چې په نږدې راتلونکې به په لسګونو نورې لويې او وړې پروژې هم د دوى له خوا پيل شي.
د هغه په وينا، له مرکز کابل څخه محمودراقي ته د يو مېګاواټ برېښنا په راتګ د دوى د ادارو ستونزې هوارې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، هيله من دى چې د نغلو بند په جوړېدو به په ټوله کاپيسا کې د برېښنا ستونزه هواره شي.