محمودراقي (پژواک ٢٩ غبرګولى ٩١): د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په کاپيسا کې د ماين چاودنې له امله شپږ تنه وژل شوي او ١٧ نور ټپيان دي.
د کورنيو چارو وزارت له مطبوعاتي څخه د غبرګولي په ٢٩مه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا ١١ بجې د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ د بازار په څلورلارې کې د يو ماين چاودنې له امله شپږ تنه ووژل شول او ١٧ نور ټپيان دي.
د سرچينې په وينا، په وژل شوو کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان او د هغه زوى، دوه سيمه ييزو پوليس او دوه ملکي وګړي شامل دي.
خبرپاڼه کاږي، چې ټول ١٧ ټپيان ملکي وګړي دي، چې د پوليسو له خوا نږدې روغتون ته وړل شوي او تر درملنې لاندې دي.
سرچينه وايي، چې دغه پېښه د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله رامنځ ته شوې، خو تر اوسه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.
په خبرپاڼه کې د کورنيو چارو وزير دغه پېښه غندلي او د ډاډګېرنې مراتب يې وړاندې کړي دي.
په کابل کې د ايساف ځواکونو له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.