کابل (پژواک٣٠غبرګولى٩١) : بېلابېلو نادولتي بنسټونو د اقتصادي ودې په موخه او توکيو کنفرانس لپاره د افغانستان دولت ته يو لړ وړانديزونه ورکړل .
دغه وړانديزونه نن د (غبرګولي په ٣٠مه ) په هغه غونډه کې ورکړل شول، چې په جرمني کې د مېشت افغانانو د افغان جرمن او د جرمني د فريدريش ايبرت بنسټونو لخوا په کابل کې جوړه شوې وه .
ياد وړانديزونه افغان جرمن بنسټ ، په افغانستان کې د پانګونې ملاتړ ادارې(ايسا) او د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې لخوا وشول .
د افغان جرمن بنسټ مشر قيام الدين جلال زاده خبريالانو ته وويل، چې تېره ورځ په کابل کې د ايسا ، افغان جرمن او فريد ريش ايبرت بنسټونو لخوا يوه غونډه جوړه شوې وه، چې په وينا يې په دې غونډه کې د حکومتي چارواکيو د هېواد د اقتصادي ودې په موخه خپل پروګرامونه توضيح او په اړه يې د متخصصينو نظرونه څرګند شول .
د هغه په وينا، د افغان جرمن بنسټ د تېرې ورځې د مخصصينو د نظرياتو په رڼا کې وروسته له ٢٠١٤ کال څخه په هېواد کې د اقتصادي ودې د تامين لپاره د کانونو ، کرنې او انرژۍ په برخه کې يوشمېر وړانديزونه برابر کړي دي .
جلال زاده وويل، چې د کانونو په برخه کې د رقابت په موخه بهرنيو پانګوالو ته اسانتيا رامنځته کول او د کانونو په برخه کې د اداري کارونو د اسانتيا وړاندې کولو ترڅنګ د بيرو کراسۍ له منځه وړل د دوى له وړانديزونو څخه دي .
دغه راز د سرچينې د څرګندونو له مخې، دوى وړانديز کړى، چې حکومت دې د ولسمشر تر مشرۍ لاندې د بېلابېلو وزيرانو په ګډون يوه کمېټه رامنځته کړي ، ترڅو د افغانستان د کانونو په تړونونو کې شتون ولري او په اړه يې پرېکړې وکړي .
د جلال زاده په وينا، دغه راز يې حکومت ته دا وړانديز هم کړى ، کله چې بهرني شرکتونه د کانونو په برخه کې پانګونې کوي، بايد افغانان په کار و ګوماري او متخصصينو ته روزنه ورکړي .
نوموړى وايي، چې بايد د کانونو پروژو په اړه د تخطيو او فساد د مخنيوي او بشپړې روڼتيا په موخه دولت ،مدني ټولنه او د رسنيو لخوا يې څارنه وشي .
د افغان جرمن بنسټ مشر وويل ، چې د انرژۍ د توليد په برخه کې وړانديز کوي ، چې د افغانستان له ملي سرچينو کار واخيستل او خصوصي سکټور ته د کار او پانګونې په موخه تخنيکي ښه چاپېريال رامنځته شي.
دغه راز هغه زياته کړه ، چې د انرژۍ په اړه پروژو کې له سيمه ييزې تجربې کار واخيستل او افغان متخصصين استخدام او هغوى ته روزنه ورکړل شي .
ده وويل ،چې ياد شوي بنسټ د کرنې په برخه کې هم ١٢ داسې وړانديزونه کړي، چې پلي کول يې د اقتصادي ودې لامل کېداى شي .
د جلال زاده په وينا، غه وړانديزنه به په کتبي ډول د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ته وسپاري، ترڅود افغان حکومت لخوا د توکيو په کنفرانس کې شامل شي .
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د عامل پلاوي مشر محمد قربان حقجو وويل چې د افغانستان افتصادي ودې لپاره بايد افغان حکومت او نړيواله ټولنه اقتصادي پروګرامونو ته لومړيتوب ورکړي .
هغه زياته کړه ، چې افغان حکومت په اقتصادي برخه کې پروګرامونه لري، خوا په پلي کولو کې يې ټينګه اراده شتون نه لري .
د نوموړي په وينا، افغان حکومت بايد د اقتصادي ودې لپاره په هره برخه کې ځانګړې او روښانه لرليد ولري او په ادارو کې نا همغږي او د يوې موضوع په اړه د بېلابېلو ليدلورو شتون له منځه يوسي .
حقجو وړانديز وکړ، چې له تېرو شاوخوا لسو کلونو تجربو څخه په ګټې اخيستنې سره حکومت په اقتصادي برخه کې پر شته قوانينو او تګلارو بيا کتنه وکړي او هغه د هېواد په شرايطو برابر کړي .
هغه له نړيوالې ټولنې وغوښتل ، چې له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې اقتصادي سکتور ته ځانګړې کړي .
د ايسا ادارې د پانګونې د پراختيا څانګې مشر روح الله احمدزي وړانديز وکړ، چې په هېواد کې د هر ډول کان تر کيندنې وروسته د خامو توکيو د پروسس فابريکې دې په هېواد کې جوړې شي او د کانونو د ساتنې پوليس دې پياوړي شي ، ترڅو د کانونو په برخه کې د بهرنيو پانګوالو د تشويق لامل شي .
هغه وړانديز وکړ ، چې د کانونو په برخه کې دې هغو بهرنيو پانګوالو ته لومړيتوب ورکړل شي، چې د کيندنې پرمهال له پرمختلليو وسايلو کار اخلي او د چاپېريال ساتنې ته پاملرنه کوي .
د افغانستان د سوداګرۍ اوصنايعو وزير انوارالحق احدي په نننۍ غونډه کې وويل ، چې د يادو بنسټونو لخوا د شويو وړانديزونو ٩٠ سلنه د حکومت په تګلارو کې د پلي کېدو په حال کې دي او د حکومت لخوا د توکيو کنفرانس ته په وړاندې کېدونکي سند کې ځاى پرځاى شوي دي.
هغه زياته کړه، چې پاتې شاوخوا لس سلنه وړانديزونه داسې بڼه لري ، چې حکومت بايد ورباندې غور وکړي .
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن