Language

مزارشريف (پژواك ٣٠ غبرګولى ٩١ ) : د شمال زون د ملي اردو مسوولينو په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې د نويد په نامه د چاڼيزو عملياتو د پيل خبر وركړ.

 په مزارشريف كې د شمال زون د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان بريد جنرال زلمي ويسا د غبرګولي په ٣٠مه، په خبري ناسته كې خبريالانو ته وويل، چې دوى د دغه زون له ملي پوليسو سره په ګډه د امنيتي حالاتو د سمون هڅې كوي.

 نوموړي د پژواك خبري اژانس د يوې پوښتنې په ځواب كې وويل، چې په شمال او شمال ختيځ ولايتونو كې يې د اميد په نامه چاڼيزو عمليات په برياليتوب پاى ته رسولي دي.

 د هغه په وينا د ياد عملياتو په ترڅ كې د دولت نږدې دوه زره مخالف وسلوال د سولې پروسې له لارې وسلې كېښودو ته اړ شوي، د شمال او شمال ختځ زون د لويو لارو امنيت يې خوندي كړى او همداراز په ځينو ناامنو سيمو كې يې د دولت د وسلوالو مخالفينو اډې له منځه وړې دي.

 جنرال ويسا په اميد عملياتو كې دولتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه كره شمېره وړاندې نه كړه؛ خو ويې ويل: ((د دولت ځينې مخالفين وژل شوي يو شمېر يې په ټپي حالت كې ژوندي هم نيول شوي دي، چې ځينې پكې د بهرنيان په ځانګړې توګه د پاكستان اوسېدونكي دي.))

 نوموړي د اميد عملياتو د پاى ته رسېدو د خبر تر څنګ وويل، چې په نږدې موده كې به د نويد په نامه نوي چاڼيز عمليات د سيمې د امنيت د خوندي ساتلو په موخه پيل كړي.

 د هغه په وينا په نويد چاڼيزو عملياتو كې به هم د اميد عملياتو په څېر د ملي پوليس د دوى ملتيا كوي او په شمال كې ميشت سوله ساتي ځواكونه به ورسره د اړتيا پر مهال ملاتړي وي.

 د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان كه څه هم په شمال زون كې د افغان ځواكونو له وړتيا ښودولو او د سيمې د امنيت په موخه له ترسره شويو هڅو څخه خوښ و، خو ويې ويل، چې دوى د چاڼيزو عملياتو په ترڅ كې تجهيزاتو له كمښت سره مخ كېږي.

نوموړي زياته كړه، چې دوى جنګي الوتكو او درنو وسلو ته جدي اړتيا لري، او هيله يې څرګنده  كړه، چې لوړپوړي امنيتي چارواكي به يې د يادې اړتيا د پوره كېدو لپاره لازمې هڅې وكړي.

 په ياده خبري ناسته كې د شمال زون د ۳۰۳ پامير قوماندان جنرال بابه جان هم ونډه اخيستې وه، نوموړي په هر ډول چاڼيزو عملياتو كې د له ملي اردو سره له خپلې شته همغږي خوښي څرګنده كړه.

 نوموړي زياته كړه، چې كه څه هم د اوړي په راتګ سره په شمال او شمال ختيځ ولايتونو كې د دولت د مخالفو وسلوالو ځينې ورانكارې هڅې پيل شوي خو دوى په ټوله مانا باوري دي، چې مخالفان د تېرو كلونو په څېر زور له لاسه وركړى دى.

 د هغه په وينا د دولت د مخالفو وسلوالو د ولس تر منځ خپل اعتبار له لاسه وركړى، چې له امله يې له افغان ځواكونو سره د مخامخ كېدو توان نه لري.