Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اېم ټي اېن شبکې هم د “تري جي” جواز ترلاسه کړ

کابل ښار (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د “اېم ټي اېن” مخابراتي شرکت ته د ٢٥ ميليونه امريکايي ډالرو په بدل کې د تري جي (3G) سيسټم له لارې د خدمتونو د وړاندې کولو جواز ورکړ.

تري جي (د معلوماتي ټکنالوجۍ درېيم نسل) يو پر مخ تللى سيسټم دى، چې له لارې يې د ګرځنده ټيلېفونونو پر مټ په لوړ کيفيت انټرنټي خدمتونه وړاندې کېږي.

د دغه سيسټم له لارې لومړى جواز د تېر کال په وروستيو کې د اتصالاتو مخابراتي خصوصي شرکت ته، د ٢٥ ميليونو ډالرو په بدل کې ورکړل شوى و.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير انجنير اميرزي سنګين نن د اېم ټي اېن مخابراتي شرکت ته د دغه سيسټم د جواز ورکولو په اړه جوړه شوې ناسته کې وويل، چې دغه وزارت د خپل ستراتيژيک پلان له مخې هڅه کوي چې هېوادوال د نوې ټکنالوجۍ په برخه کې له هر ډول اسانتياوو برخمن کړي.

د ده د معلوماتو له مخې، دا مهال د افغانستان ٨ سلنه وګړي انټرنټي خدمتونو ته لاسرسى لري، خو په پام کې ده چې په راتلونکو دوو کلونو کې دغه کچه پنځوس سلنې ته لوړه شي.

دغه راز سنګين په هېواد کې د انټرنټي خدمتونو پراختيا ستره اړتيا وبلله او ويې ويل، چې د دغو خدمتونو له لارې الکترونکي حکومتداري پياوړي کېږي او د هېواد ځوان نسل ته د زده کړو ښه زمينه برابرېږي.

ده هيله څرګنده کړه، چې د دغه شرکت له خوا د يادو خدمتونو پيلېدل په دې برخه کې د سالم رقابت زمينه برابره کړي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال اېم ټي اېن مخابراتي شبکې ته د ټري جي خدمتونو د جواز ورکول، په هېواد کې د نوې ټکنالوجۍ د پراختيا په برخه کې يو ستر ګام وباله .

هغه په داسې حال کې، چې ويل يې ځيني کارپوهان له رسنيو سره په خبرو کې له ٢٠١٤ کال وروسته په هېواد کې د پانګونې د وضعيت په اړه اندېښنې ښيي، زياته کړه: (( نن د اېم ټي اېن شبکې له خوا د ٢٥ ميليونه امريکايي ډالرو په بدل کې د ټري جي خدمتونو جواز اخيستل هغو ټولو اندېښنو ته ځواب ورکوي او بې بنسټه يې ثابتوي.))

د زاخېلوال په وينا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور په تېرو شاوخوا لسو کلونو کې د نورو ټولو سکټورونو په پرتله ډېر پرمختګ کړى چې ورسره د حکومت د عوايدو کچه هم لوړه شوې ده.

د سرچينې د څرګندونو له مخې، په تېرو لسو کلونو کې د مخابراتو په سکټور کې شاوخوا دوه ميليارده امريکايي ډالره پانګونه شوې او افغان حکومت تېر کال له دغه سکټور څخه ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالره ترلاسه کړي دي.

د اېم ټي اېن مخابراتي شبکې مشر حسن جابر وويل، کمپنۍ يې هڅه کوي چې د ټري جي خدمتونه په عملي ډول په راتلونکو ٢٠ ورځو کې پيل کړي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هڅه کوو چې دغه خدمتونه په لوړ کيفيت او له ښو امتيازاتو سره خپلو مشترکينو ته وړاندې کړو.))

دا مهال په هېواد کې د افغان بيسيم او روشن خصوصي او د افغان ټيلي کام نيمه دولتي مخابراتي شرکتونه هم فعاليت لري، چې د “جي اېس اېم” سيسټم له لارې انټرنيټې خدمتونه وړاندې کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په هېواد کې د انټرنيټي خدمتونو وړاندې کوونکي څه باندې ٤٠ شرکتونه فعاليت لری.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.