مزارشريف (پژواك ۳۱ غبرګولى ۹۱): له تېرو دوو كلونو راهيسې شمالي ولايتونو ته له نورو هېوادونو څخه د کډوالو د بېرته راستندو لړۍ ټكنۍ شوې ده.
په مزارشريف كې د شمال زون د ملګرو ملتونو د كمېشنرۍ دفتر مطبوعاتي مسوول محمدفهيم همدرد د غبرګولي په ۳۱مه د کډوالو د نړيوالې ورځې په وياړ د جوړې شوې غونډې په ترڅ كې پژواك خبري اژانس ته وويل، چې د ژوند د لومړنيو اړتياوو د نه پوره كېدو له امله هېواد ته د راستندونكو په شمېر کې كمښت راغلى دى.
نوموړي زياته كړه، چې هېواد ته بېرته راستنېدونكي د سرپنا د نه لرلو د اندېښنې ترڅنګ په خپلو سيمو كې د ژوند د لومړيو اړتياوو د پوره كېدو پر شونتيا باور نه لري.
د هغه په وينا، همدا لامل دى چې د لومړيو كلونو په پرتله په روانو دوو درېيز كلونو کې د هېواد شمال ته د بېرته راستنېدونكو په شمېر كې كمښت راغلى دى.
همدرد وويل، چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۱۲زېږديز پورې د هېواد شمال ته له بهرنيو هېوادونو ۹۷۰زره افغانان، چې ۱۷۰زره ۵۴۵ كورنۍ كېږي، راستانه شوي، چې د يادې شمېرې ډېر راستنېدونكي په لومړيو كلونو پورې تړاو لري.
نوموړي زياته كړه، چې په يادو كلونو كې بلخ ولايت ته ۲۱زره ۷۷۸ كورنۍ له بېلابېلو بهرنيو هېوادونو څخه خپل وطن ته را ستنې شوې دي.
بلخ ولايت ته راستانه شوي افغانان هم په دغه ولايت كې د ژوند لومړيو اسانتياوو ته د نه لاسرسي له امله له ستونزو سره مخ دي.
په دغه ولايت كې د مهاجرينو د ښارګوټي اوسېدونكي شکايت كوي، چې په سيمه كې د څښاك د اوبو د كمښت او د روغتيايي اسانتياوو له نشتوالي سره مخ دي.
د ياد ښارګوټي اوسېدونكي صفت الله پژواك خبري اژانس ته وويل، چې له پنځو كلونو راهيسې له ايران څخه خپل هېواد ته راستون شوى خو لا يې هم ژوند نه دى جوړ شوى.
نوموړي زياته كړه، چې په ياد ښارګوټي كې ښوونځى نشته، د درملنې لپاره كلينيك نه لري او د څښاك اوبه هم په ستونزه پيدا كوي.
د هغه په وينا، له ښاره په نږدې شل كيلومتره واټن كې ژوند كوي، چې د هرې وړې ستونزې لپاره يې ورتګ ورته خورا ستونزمن تمامېږي.
صفت الله وويل، چې تر ټولو ستره ستونزه يې د كار نه شتون دى، چې د خپلې كورنۍ د شپږو غړو د اړتياوو د پوره كولو لپاره پرې هره ورځ قيامت تېرېږي.
د ملګرو ملتونو د عالي كمېشنرۍ مطبوعاتي مسوول همدرد وويل، دوى هڅه كوي، چې له بېرته راستنېدونكو سره په بېلابېلو برخو كې مرسته وكړي.
نوموړي زياته كړه، چې له هرې كورنۍ سره د نورو هر اړخيزو مرستو ترڅنګ هر غړي ته يې ۷۵۰۰ افغانۍ هم وركول كېږي.
د هغه په وينا، په نورو ملكونو كې افغانان په خپله خوښه پراته دي، چې خپل هېواد ته يې بېرته سنېدل هم د هغو خپله خوښه ده.