لښکرګاه ( پژواک دچنګاښ لومړۍ ٩١ ) : په هلمند ولايت كې زرګونه ځوانان او ښځې د حرفوي زده كړوله مركزونوفارغ شول.
يادو شويو كسانو ته نن )د چنګاښ په لومړۍ نېټه(د ولايت په مرکز لښكرګاه كې د يو لړ مراسمو په ترڅ كې ، چې پكې د هلمند والي محمد ګلاب منګل، د ځينو نورو ادارو مسوولينو اود يادو مركزونو زرګونو زده كوونكو ګډون درلود ، سندونه ورکړل شول.
د هلمند والي غونډې ته وويل ،چې په دې ولايت كې نه يواځې د نارينه وو لپاره د كا راو روزګار په برخه كې هڅې ترسره شوې دي ، بلكې د ښځولپاره هم په بېلابېلوبرخو کې يولړ ګامونه پورته شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې لړ کې د حرفوي زده كړومركز ، چې په دې ولايت كې د ښځولپاره په لښكرګاه او ګرشك ولسوالۍ كې پرانيستل شوي ، يواځې د لښكرګاه له مركزڅخه څه باندې شپږسوه ښځينه ،چې په بېلابېلوبرخوكې يې زده كړې ترلاسه كړې دي، فارغې شوې.
د نوموړي په وينا، هڅه يې داده ،چې په دې ولايت كې دې ډول پروګرامونوته پراختيا وركړي.
د لښکرګاه په صافيانوسيمه كې د نارينه وو له حرفوي مركزڅخه هم ۲۱۰۰ تنه زده كوونكي ، چې د تېرو شپږو مياشتو په موده كې يې بيلابيلې زده كړې ترلاسه كړې فارغ شول اود هلمند والي محمد ګلاب منګل لخوا فراغت ليكونه وركړل شول.
د فاطمې په نامه يوې فارغې پژواک اژانس ته وويل ، چې په حرفوي مرکز کې يې خياطي زده کړې او له دې وروسته به پخپل کور کې کار کولو سره د خپلې کورنۍ اقتصاد پياوړى کوي.
په دې ولايت كې د مرسي كورپ موسسې د مسوولينوپه وينا ، چې د سږكال په اوږدوكې يې په لښكرګاه او ګرشك او څلورنورو ولسواليو كې د حرفوي زده كړو اوپوهنې په برخه كې ټول ۸۵۰۰ تنه نارينه اوښځينه روزلي اوپلان لري چې دا لړۍ د هلمند ځينو هغو سيموته هم وغځوي ،چې تردې مهاله پكې په دې برخه كې كارنه دى شوى.