Language

 اسعد اباد (پژواک ۲ چنګاښ ۹۱ ) : د کونړ په اسمار ولسوالى کې ديوه ماين دچاودنې له امله څلوروکسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، بلخوا دایساف په هوایي بمبار کې یو مخالف قوماندان وژل شوی دی.

 

د کونړ دوالي وياند واصف الله واصفي د چنګاښ په ۲مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تيرماښام به اسمار ولسوالۍ  د ماین یوه چاودنه شوې له امله یې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او یو ټپی دی.

دغه راز هغه زیاته کړه چې په دې چاودنه کې دوه عام وګړي ټپي شوي دی.

 

د اسعداباد د مرکزي روغتون ريس ډاکټر فاروق سهاک وايي چې دوه تنه دوه ټپي ماشومان راوړل شوي چې روغتیایي حالت یې ښه نه دي.

 

بلخوا دکونړ په وټه پور ولسوالى کې دوسله والو مخالفينو يو مهم قومندان وژل شوى دى

دکونړ والي وياند واصف الله واصفي تيره ورځ دايساف په يوه هوايي بريد کې دطالبانو يو قومندان نبي الرحمان دوټه پور ولسوالى دقرو په سيمه کې دايساف ځواکونو په يوه هوايي بريد کې وژل شوى دى.

 نوموړى وايي په دې بريد کې ولسي خلکو ته کوم زيان نه دى اوښتی.

په ختيځ کې دايساف ځواکونو مطبوعاتي دفترهم ددې بريد پخلى کوي او وايي چې دوسله والو يو مهم قومندان يې په وټه پور ولسوالى کې دهوايي بريد په ترڅ کې وژلى دى

وسله والو طالبانو لا تراوسه دطالب قومندان دوژل کيدو په اړه څه نه دي ويلي.