Language

اسعداباد-جلال اباد (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي، بلخوا په کونړ کې اوه تنه د وسلوالو فعاليتونو په تور نيول شوي دي.

 د ننګرهار د پچيراګام ولسوال عزيزالله شينواري د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده چاودنه نن له غرمې مخکې د ولسوالۍ د پاس صبر په سيمه کې شوې ده.

 هغه زياته کړه، چې په ياده سيمه کې پوليسو پلې ګزمه کوله، چې د سړک غاړې ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد او دوه پوليس په کې ووژل شول.

 طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دې چاودنې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 بلخوا د کونړ د ملي امنيت مسولين وايي، چې د درېيو پاکستانيانو په ګډون شپږ تنه يې د مرکز اسعداباد په څاګي او چغان سيمو کې د وسلوالو فعاليتونو په تور نيولي  دي.

 د ملي امنيت يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې په نيول شوو کې درې هغه وسلوال دي چې لس  ورځې وړاندې يې د ناړۍ ولسوالۍ په بريکوټ سيمه کې د قومي مشرانو پر غونډه د ځانمرګي بريد پلان چمتو کړى و، چې ځانمرګي موخې ته له رسېدو مخکې د امنيتي ځواکونو له خوا په نښه شول.

 د ملي امنيت سرچينې زياتوي، دغه راز يو تن يې د چاودېدونکو توکو د انتقال په تور نيولى چې له نوموړي سره يو څلوېښت ډبې هغه مواد نيولي چې د امونيم نايتريت په  په يو ځاى کولو سره په چاودنو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

 د ملي امنيت مسوولين وايي، نيول شوو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړى چې د دلت ضد وسلوال فعاليتونه يې د دغه ولايت په يو شمېر سيمو کې ترسره کړي دي. 

 بلخوا په کابل کې د ملي امنيت عمومي رياست د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې منسوبينو په خوست ولايت کې يو ځانمرګى بريدګر نيولى دى.

 سرچينې زياته کړې، چې دغه تن د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوي په خپلو اعترافاتو کې ويلي چې د پاکستان په ميرانشاه کې يې د ځانمرګي بريد روزنه ترلاسه کړې ده.

 وسلوالو طالبانو تر اوسه د کونړ او خوست د پېښو په اړه څه نه دي ويلي.