غزني ښار (پژواک ۴ چنګاښ ۹۱): د غزني د يو شمېر ولسواليو اوسېدونكي وايي، چې كه څه هم د دوى په سيمو كې روغتيايي مركزونه شته، خو د ښځينه ډاكټرانو نه شتون دوى ته ستونزې پيدا کړې دي.
د غزني ولايت د لرو پرتو ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي په خپلو ولسواليو كې د ښځينه ډاكټرانو له نشتوالي شکايت کوي او وايي، چې له همدې امله دوى اړ دي، چې خپل ناروغان غزني ښار ته ورسوي.
د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونكي لعل محمد پژواک اژانس ته وويل، چې د دوى لويه ستونزه په دې ولسوالۍ کې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو نشتوالى دى.
د هغه په وينا، ډېری وخت له دې امله مور او يا ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې پر وخت يې درملنه ونه شي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((موږ په خپلو سترګو لېدلي دي، چې ډېرۍ مېرمنې د ښځينه ډاکټرانو د نه شتون له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي.))
لعل محمد وايي، که چېرې د دوى په سيمه کې ښځينه ډاکټرانې واى، نو د دوى ډېرې ستونزې به هوارې شوې واى.
د سلطان په نوم د غزني د ده يك ولسوالۍ يوه اوسېدونكي پژواک اژانس وويل، چې څه موده وړاندې يې مېرمن، چې پر ماشوم ناروغه وه، روغتون ته په لاره يې ساه ورکړه.
د هغه په وينا، دا يوه بېلګه ده، ډېرې نورې داسې پېښې هم رامنځ ته شوې، چې ناروغانو په لاره کې ساه ورکړې ده.
د ده يک ولسوالۍ يوې اوسېدونکې مينې، چې د غزني ښار ته له خپلې مور سره راغلې وايي، چې که څه هم د ده يک په کلينيک کې ښځينه ډاکټرانې شته، خو هغه د ټولې سيمې لپاره بسنه نه کوي.
د هغې په وينا، ډېر شمېر خلک خپلې هغه ناروغې مېرمنې چې ولادي ناروغي ولري، د غزني ښار ته يې راوړي.
مينې پژواک اژانس ته وويل: ((فکرکوم چې د ناامنۍ له امله ښځينه ډاکترانې دې ته زړه نه ښه کوي، چې په ولسواليو کې دنده ترسره کړي.))
د دې په خبره، د دوى په سيمه کې ډېرو مېرمنو د همدې ستونزې له امله د غزني ښار ته پر لاره ساه ورکړې وه.
مينه په غزني کې له روغتيايي چارواکو غواړي، چې د مېرمنو لپاره دې د قابله ګۍ کورسونه جوړکړي، څو دغه ستونزه هواره شي.
د غزني د عامې روغتيا رياست چارواكي هم دغه ستونزه مني او وايي، چې په ځينو ولسواليو کې د ښځينه ډاكټرانو او کارکوونکو له ستونزې سره مخ دي.
د غزني د عامې روغتيا رييسه ضياګل اسفنده يې پژواک اژانس ته وويل، چې په ۶۰ سلنه کارکوونکو کې يواځې يوه ښځينه کارکوونکې لري.
نوموړي زياته کړه: ((دغه ستونزه نه يواځې په غزني ولايت کې ده، بلکې په ټول افغانستان کې شته.))
د هغې په وينا، په پام کې لري چې په غزني کې د ښځو لپاره د قابلګۍ يو انسټيټيوټ جوړ کړي، چې دا مهال ورباندې کار روان دى او ډېر ژر به فعال شي.
د عامې روغتيا رييسه وايي، چې دا مهال په يو شمېر ولسواليو کې ښځينه ډاکټرانې شته، خو په ډېرو سيمو کې يې نه لري.
د يادونې ده، د غزني د روغتيا چارواكي ادعا کوي، چې د دغه ولايت د اوسېدونکو ۸۵ سلنه روغتيايي ستونزې يې هوارې کړې دي.