کابل (پژواک٥ چنګاښ٩١): امريکا په افغانستان کې د ٢٠٠ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيا لرونکو او سلفرو د تجريد دستګاوو په جوړولو او د ګاز لرونکې ساحې پر پراختيا ٢٩٧ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کوي.
په همدې موخه د سلواغې په ٥مه، د افغانستان د کانونو او ماليې وزيرانو او د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ترمنځ هوکړه لاسليک شو.
د کانونو وزير وحيدالله شهراني خبري غونډې ته وويل، چې د امريکا د بهرنيو پانګونو د ملاتړ سازمان (OPIC) له خوا د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) په ٣٧ ميليونه امريکايي ډالره مرستې سره به د شبرغان ولايت په جنګل کلان سيمه کې د ګازو دوه څاګانې ورغول شي او دوه نورې به وکېندل شي.
دغه راز (اوپک) به د يو اس آى ډي په ٦٠ ميليونه امريکايي ډالره مرستې سره په شبرغان کې د سلفرو د تجريد يوه دستګاه نصب کړي.
شهراني وويل چې اوپک به په ياد ولايت کې د ٢٠٠ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونې سره د ٢٠٠ مېګاواټه برېښنا د توليد وړتيالرونکې حرارتي دستګاه هم جوړه کړي.
هغه په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
خو د دې وزارت وياند جواد عمر پژواک اژانس ته وويل، چې له يوې ګازلرونکې ساحې څخه ګاز وېستل کېږي، له هغه سره سلفر هم موجود وي چې د چاپېريال د ککړتيا لامل کېږي.
هغه وايي، چې دغه دستګاه به د ګازو د استخراج پرمهال سلفر له ګازو څخه جلا او خوندي کوي.
د عمر د معلوماتو له مخې، دغه پروژه چې د (اوپک) له خوا پلي کېږي، د ٢٠١٥ زېږديز کال تر اپريل مياشتې به بشپړه شي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال توماس نايډيس (Thomas Nides)، په شبرغان کې د حرارتي برېښنا د توليد دستګاه د افغانستان په تاريخ کې لومړنۍ جوړېدونکې ستره دستګاه وبلله.
نوموړي دغه پروژه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره يو مهم ګام وباله او زياته يې کړه، چې دغه د برېښنا جوړېدونکې دستګاه به د افغانستان په برېښنايي مصوونيت کې مثبت اغېز وکړي.
دغه امريکايي چارواکي وويل، چې د برېښنا د توليد يادې دستګاه په جوړېدو سره به يو ميليون وګړي د ډاډمنې برېښنا له ګټو څخه برخمن او سلګونو کسانو ته به د کار زمنيه برابره شي.
د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، ياده پروژه د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې يو ستر ګام او دا پانګونه يې په افغانستان کې د پانګونې لپاره يوه هڅونه وبلله.
دغه راز هغه وويل چې دغه پروژه ځانګړى اهميت لري، ځکه چې د توکيو کنفرانس څخه مخکې يې هوکړه کېږي او دغه ډول پانګونې د افغانستان د په ځان بساينې لپاره يو مهم ګام دى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP