Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار د برېښنا رييس له نغلو د برېښنا لېږدونه نيمګړې او سياسي پروژه وبلله

جلال اباد (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): د ننګرهار د اوبو او انرژۍ رييس وايي، چې له نغلو څخه جلال اباد ته د برېښنا د غځېدلو په پروژه کې د دغه ولايت اړتياوې په پام کې نه دي نيول شوې.

د ننګرهار د اوبو او انرژۍ رييس انجنير محب الرحمن مومند نن (د چنګاښ ٥مه) په صنعتي پارکونو کې د برېښنا د نشتوالي په سيمينار کې وويل، چې له نغلو  څخه ننګرهار ته راتلونکې برېښنا د جلال اباد ښاريانو ستونزې نه هواروي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغې پروژې تطبيق ننګرهاريانو ته په سترګو کې خاورې اچول دي.

د هغه په وينا، د دې پروژې په اوږدو کې د غځېدلې برېښنا مزي د ٨٠ مېګاواټه برېښنا لېږدولو وړتيا لري؛ خو د اوبو او انرژۍ وزارت د جلال اباد ښار په غوچکو کې يو کمزورى سب سټېشن جوړ کړى، چې ١٢ مېګاواټه وړتيا لري.

د برېښنا رييس وويل: ((د حصارشاهي صنعتي پارک چې نړيوال بانک په ٤٠ ميليونه ډالره جوړ کړى، دغه ډول د شېخ مصري صنعتي ښارګوټى چې سوداګرو په کې ١١ ميليونه ډالر لګولي دي، د برېښنا له پروژې څخه بې برخې دي.))

د ده په خبره، د برېښنا وزارت ته په کار وو، چې د پروژې له پلې کولو وړاندې يې د دغه ولايت د خلکو، دولت، سوداګرو او صنعت کارو ستونزې په پام کې نيولې واى.

مومند وويل، په جلال اباد ښار کې ٦٥زره کورنۍ اوسېږي، چې هرو زرو کورنيو ته د يو مېګاواټ برېښنا اړتيا ده؛ خو سب سټېشن يواځې دوولس مېګاواټه برېښنا وېشلى شي او دا کفايت نه کوي.

د هغه په وينا، د هېواد په نورو سيمو کې د برېښنا وېشلو يوې پروژې هم له يو کال زيات وخت نه دى نيولى، خو اړوند وزارت په لوى لاس دغه پروژه په داسې غرونو کې تېره کړه، چې د نا امنيو له امله څلور کاله وځنډېده.

د ده په خبره، د نغلو د برېښنا لېږدولو پروژه په کابل کې ډيزاين شوې او له ولايتي ادارې سره نه ده شريکه شوې.

ده زياته کړه: ((که د نغلو برېښنا د کابل-جلال اباد پر لويه لار را تېره شوې واى دوه کاله وړاندې به جلال اباد برېښنا درلوداى او دومره ستونزې به يې نه درلودې.))

د سوداګرو او صنعت کارو په استازيتوب د ختيځ زون د سوداګرۍ خونې مشر انجنير محمدقاسم يوسفي وويل، چې په لومړۍ درجه ولايتونو کې له ننګرهار سره مرکزي دولت د مور او ميرې چلند کوي.

نوموړي زياته کړه، کال پر کال د دغه ولايت توليدات را ټيټږي، تر دې چې اوس له کابل، کندهار، مزار، هرات او کندوز څخه هم وروسته دى.

د هغه په وينا، د پاکستان په خيبر پښتونخوا کې افغان سوداګر هلته د نا امنيو له وېرې غواړي خپلې کارخانې ننګرهار ته را ولېږدوي خو دلته يې دولت د برېښنا غم نه خوري.

د ننګرهار اقتصاد رييس سيدقياس سعيدي پژواک اژانس ته وويل، چې د برېښنا د نشتوالي له امله د دغه ولايت صنعت مخ پر ځوړ روان دى.

نوموړي له مرکزي دولته غوښتنه وکړه، چې صنعت کارانو ته دې پاملرنه وکړي.

د يادونې ده، چې د دولت د پرله پسې ژمنو سره سره اوس مهال د برېښنا نشتوالي له امله د ننګرهار، شېخ مصري او حصارشاهي ښارګوټو لسګونه فابريکې په ټپه ولاړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.