Language

 کابل ښار (پژواک ٥ چنګاښ٩١): په افغانستان کې د تعليمي، تحصيلي او فني – حرفوي زده کړو نظام د اصلاح او کارموندنې لپاره، ملي غونډې په پاى کې اړوندو وزارتونو ته په يوه پرېکړه ليک کې ځينې وړانديزونه وکړل.

د غونډې په پرېکړه ليک کې چې د لوړو زده کړو د وزير عبيدالله عبيد له خوا ولوستل شو، راغلي: “د ښوونځيو هغو فارغانو ته بايد په کانکور کې برخه ورکړل شي، چې د ښوونځي د وروستيو کلونو د نومرو مجموعه يې ٦٥ سلنه وي.”

همداراز د پوهنې وزارت په درسي نصاب او د کارکوونکو د استخدام په پروسه کې د بدلون غوښتنه شوې ده.

په پرېکړه ليک کې راغلي دي، چې د کارکوونکو د ګومارلو پروسه بايد اسانه او د پوهنې په برخه کې اړتياوو ته په کتو سره، د دې وزارت په بودجه کې ډېروالى راشي.

همداراز د غونډې ګډونوالو د درسي مضامينو د ساده کولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي، چې په ښوونځيو کې له نهم ټولګي وروسته زده کوونکي رشته بندي شي.

له اووم ټولګي تر نهم پورې په ښوونځيو کې د حرفوي مضمونونو ډېرول هم پوهنې وزارت ته د غونډې د ګډونوالو سپارښتنه وه.

پرېکړه ليک د لوړو زده کړو له وزارت غوښتي، چې د لوړو زده کړو په عالي او نيمه عالي موسسو کې د کرېډټ سيستم پلى او د ازموينو لپاره ځانګړې کمېټه جوړه کړي.

پرېکړه ليک د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته وړانديز کړى، چې په هېواد کې ځوانانو ته د کارموندنې لپاره د بشري قواوو د ملي پروګرام طرحه او پلى کړي.

د لوړو زده کړو وزير عبيدالله عبيد وويل، چې د يادې غونډې د ګډونوالو د سپارښتنو د ارزولو لپاره به په نږدې راتلونکي کې له پوهنې او د کار او ټولنيزو چارو وزارتونو سره ګډه کمېټه رامنځ ته شي.

هغه زياته کړه، چې د کمېټې تر ارزولو وروسته به د دې غونډې د ګډونوالو سپارښتنې په اړوندو وزارتونو کې پلې شي.

د يادولو ده، چې ولسمشر حامد کرزي د همدې غونډې په پيل کې د کانکور د سيستم پر اصلاحاتو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د کانکور له ازموينې پرته له لسم نه تر دولسمو ټولګيو پورې له اول نومره څخه تر پنځم نومره زده کوونکو پر شاملولو د غور غوښتنه کړې وه.

ولسمشر کرزي ويلي و، چې د کانکور اوسنى نظام زوړ دى او د دې لامل کېږي، چې ځينې ښه استعدادونه د لوړو زده کړو موسسو ته لار پيدا نه کړي.

هغه همداراز غوښتنه کړې وه، چې د انجنيري او طب پوهنځيو کې تدريس په انګيسي، الماني يا فرانسوي ژبو شي، چې محصلين په دې ژبو کې کولى شي د اړتيا وړ کتابونه زيات پيدا کړي.

د لوړو زده کړو وزير هم د ولسمشر خبره تاييد کړه او ويې ويل، که داسې وشي، نو د يادو پوهنځيو فارغان به په نورو هېوادونو کې په اسانه خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د تعليمي، تحصيلي او فني – حرفوي زده کړو نظام د اصلاح او کارموندنې لپاره ملي غونډه دوه ورځې وړاندې پيل او نن پاى ته ورسېده.

په ياده غونډه کې د پوهنې، لوړو زده کړو، کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارتونو چارواکو او متخصصينو، همدارنګه د هېواد د يو شمېر پوهنتونونو او ښوونځيو استادانو ګډون کړى وو.