Language

د کونړ خلکو د حج د کمې سهميې له امله بيا لاريون وکړ

اسعد اباد (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): د کونړ په خاص کونړ ولسوالۍ کې لسګونو خلکو په درېيمه ورځ هم د سږني کال د حج په پروسه کې د خپلې ونډې د کموالي له امله لاريون ترسره کړ.

په دغه لاريون کې چې نن (د چنګاښ ٥مه) په تنر سيمه کې ترسره شو، د خاص کونړ ولسوالۍ ترڅنګ د څوکۍ، نورګل، نرنګ او سرکاڼو ولسواليو څخه هم راغلو خلکو او قومي مشرانو برخه اخيستې وه.

د لاريون يوه سمبالوونکي ګل اغا حسني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوى ونډه د کونړ د ولايتي ادارې او ولايتي شورا له خوا خوړل شوې ده.

هغوى له دولت څخه  غوښتنه کوله، چې په دې برخه کې د خلکو غږ واوري او ستونزه يې ورته هواره کړي.

نوموړي ګواښ وکړ، تر هغې به غلي نه شي ترڅو يې خپل حق نه وي ترلاسه کړى.

د کونړ د حج او اوقافو رياست د حج مدير وحيدالله د خلکو ستونزې پر ځاى بولي او وايي چې   د نوم ليکنې پر مهال د رامنځ ته شوې شخړې له امله کمېسيون جوړ شوى او د نوم ليکنې پروسه او قره کشي د دغه کمېسيون له خوا ترسره شوې او بايد دې ستونزې دغه کمېسيون ځواب ووايي. 

خو د حج او اوقافو وزارت د راغلي پلاوي مشر حضرت جمال بيا وايي، چې د شخړې د حل يواځېنۍ لار د کمېسيون پرېکړه وه چې په حاضرو حاجيانو قره کشي وکړي، قره کشي د کمېسيون له خوا شوې او دوى  تاييد کړې ده.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي بيا پر وزارت نيوکه کوي، چې له کونړ ولايت سره يې د مور او مېرې سلوک کړى او ونډه يې کمه ورته ورکړې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د حج او اوقافو وزارت د نوي طرزالعمل له مخې ستونزه رامنځ ته شوې، د حاجيانو په لومړۍ ورځ ذ پنځلس سوه حاجيانو ترمنځ قره کشي شوې، چې په کې د کونړ د ټولو ولسواليو حاجيانو ګډون کړى و.

هغه زياتوي، چې په دې پروسه کې پر ولسواليو وېش نه دى شوى، چې له امله يې دا ستونزه پيدا شوې ده.

د يادونې ده، چې سږ کال د حج د پروسې له پيلېدو سره سم په  بېلابېلو ولايتونو کې ستونزې پيدا شوې، لاريونونه شوي چې له امله يې ګڼ شمېر کسان ټپي شوي هم دي.

Related Topics