کابل ( پژواک ٥ چنګاښ ٩١ ) : د افغانستان د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ ددريو ورځنيو سياليو په لړ کې سپين غر زون بند امير او بست زون بيا امو ته ماتې ورکړه.
د هېواد د پنځو زونونو ترمنځ د کرکټ دغه درې ورځنۍ سيالۍ وړمه ورځ د کابل او ننګرهار په نړيوالو لوبغالو کې پيل شوې دي.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا د چنګاښ په ٥ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ننګرهار په نړیوال کرکټ لوبغالي کې د زونونو لوبډلو ترمنځ د لوبو په ترڅ کې سپین غر د بند امیر زون په وړاندې لوبه ترسره کړه .
هغه زياته کړه چې د سپين غر زون لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او پخپل لومړي وار کې دلسو لوبغاړو په سوځېدو ۳۱۵ منډې جوړې کړې، ددوى له لوري شفیق الله شفق ۱۴۲ ناسوځیدلې منډې، خیبر ۶۴ مندې او زیور په خپل وار سره ۲۲ منډې جوړې کړې .
نوموړى وايي چې د بند امیر خپل لومړی وار پیل کړ خو د ۱۶۳ منډو په جوړولو سره یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل ، دبند امیر له لوري شکور ۵۳ منډې جوړې کړې.
سپین غر لوبډلې پخپل دويم وار کې د ۲۱۰ منډو په جوړولو سره یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل خو د لومړي وار د اضافه منډو سره يې د بند امیر لوبډلې ته د ۳۵۹ منډو هدف ورکړ.
خو د بند امير لوبـډلې دغه هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټوله لوبډله يې وسوځېده او دغه راز د سپين غر زون دا لوبه وګټله.
په کابل کې بیا د بوست او امو زونونو منتخبو لوبډلو درې ورځنۍ لوبه ترسره کړه چې د بوست په بریالیتوب سره پای ته ورسیده .
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن