Language

وحيدي: د افغانستان له خاورې وسلوالو پر پاکستانيو بريدونه نه دي کړي

اسعداباد (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): د کونړ والي هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د پاکستان د حکومت وسلوالو مخالفينو د کونړ له خاورې پر پاکستانيو  ځواکونه بريدونه کړي دي.

وسلوالو طالبانو تېره شپه د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت په دير سيمه کې پر پاکستانيو ځواکونو بريد کړى وو، چې له امله يې پنځه سرتېري ووژل شول او يو شمېر نور يې د طالبانو له خوا يرغمل شوي دي.

له دې پېښې وروسته، پاکستانيو چارواکو وويل چې وسلوال بريدکوونکي د افغانستان له خاورې څخه راغلي وو او له بريده بېرته تښتېدلي دي.

خو د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي، دغه څرګندونې په کلکې رد کړې او زياته يې کړه، چې په کونړ کې د پاکستان د دولت وسلوال مخالفين شتون نه لري.

هغه د چنګاښ په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوال مخالفين د پاکستان د خاورې په غره ييزو سيمو کې مېشت دي او له هماغه ځايه پر پاکستانيو سرتېرو بريدونه کوي.

Related Topics