مزارشريف (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): په سرپل ولايت کې نن په درېيمه پرله پسې ورځ هم د ښوونځي لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.
په شمال کې د پوليسو د ٣٠٣ پامير زون قوماندانۍ وياند لال محمد احمدزي د چنګاښ په ٥ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په سرپل کې نن يو ځل بيا نږدې ١٠٠ نجونې مسمومې شوې دي.
هغه زياته کړه، چې دغه نجونې روغتون ته وړل شوې وې او تر درملنې وروسته بېرته رخصتې شوې دي.
خو د دغه ولايت د پوهنې رياست مرستيال عبدالوکيل سادات پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يواځې ٥٤ نجونې مسمومې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دا پېښه نن سهار د ولايت مرکز اړوند د رحمت اباد سيمې د نجونو په ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، تر لومړنۍ درملنې وروسته ټولې نجونې خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.
د دغه ولايت د ملکي روغتون رييس ډاکتر هارون عارف بيا وايي، چې دا پېښه کېداى شي د وېرې له امله رامنځته شوې وي.
هغه زياته کړه: ((د تېرو دوو ورځو پېښو په نجونو کې يو ډول وېره پيدا کړې وه او کېداى شي د همدې وېرې له امله دا کار شوى وي.))
خو د سرپل د عامې روغتيا رييس ډاکتر محمدامين التيم پژواک اژانس ته ويلي وو، چې د مسمومېدا پر مهال پر نجونو يو ډول خارښ ولګېد او سر يې ګرځېدنه ورته پيدا کېږي.
د يادونې ده، چې پرون او وړمه ورځ هم په دغه ولايت کې لسګونه نجونې مسمومې شوې دي.
د نجونو د مسمومېدا لړۍ له تېرو دوو مياشتې راهيسې پيل شوې، چې په بېلابېلو ولايتونو کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي.
د پوهنې رياست ډېرى مهال دا ډول پېښې ردوي خو د عامې روغتيا رياست او امنيتي چارواکي وايي، چې د نامعلومو کسانو له خوا کوم ډول زهرجن مواد يا ګاز شيندل کېږي، چې له امله يې مسموميت رامنځته کېږي.
تېره مياشت د ملي امنيت رياست د تخار تر پرله پسې دا ډول پېښو وروسته د ١٢ کسانو د نيولو خبر ورکړى و.