کابل ښار (پژواک،٦چنګاښ ٩١): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به وروسته له دې د مخابراتي خدمتونو د پراختيا پر ځاى ډېره پاملرنه د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو پراختيا ته وکړي .
دغه څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسلکي مرستيال انجنير بريالي حسام د چنګاښ په ٦ مه، کابل کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت لخوا د تري جي (3G) سيسټم د نوي خدمتونو د معرفي کولو په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې .
هغه وويل ، چې په هېواد کې د مخابراتي شرکتونو د فعاليت له پېل راهيسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د ډېرې پاملرنې له امله د مخابراتو سکتور په بېړه وده کړې او پراختيا يې موندلې ده.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دا مهال د هېواد شاوخوا ٨٥ سلنه سيمې د مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راغلې دي ، چې د پاتې نورو سيمو تر پوښښ لاندې راوستلو هڅې يې لا روانې دي .
خو ده وويل، انټرنټي خدمتونه، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ بنسټ جوړوي ، لا تراوسه هم د پام وړ پراختيا نه ده موندلې.
حسام زياته کړه ، چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مخابراتي شرکتونو ته دګرځنده ټېلېفون له لارې د تري جي (3G) انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د فعاليت جواز ورکولو او ځينو نورو پروژو له لارې هڅه کوي، چې انټرنټي خدمتونو ته پراختيا ورکړي .
هغه په دې اړه نور معلومات ورنکړل،خو څو ورځې مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير انجنير اميرزي سنګين په يوه خبري ناسته کې ويلي و، چې دوى هڅه کوي له ګاونډيو هېوادونو څخه د نور انټرنټ په پېرلو سره دغه خدمتونه په هېواد کې پراخه کړي .
وزير ويلي و، چې ډېر ژر به د وايمکس په نوم د انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو جواز هم ورکړل شي او په راتلونکيو دوو کلونو کې انټرنټي خدمتونو ته د هېوادوالو د لاسرسي کچه ، چې ٨ سلنه ده ، پنځوس سلنې ته لوړه کړي .
دا مهال په هېواد کې شاوخوا ٤٠ شرکتونه انټرنټي خدمتونه وړاندي کوي .
دا په داسې حال کې ده، چې نن د اتصالاتو مخابراتي شرکت لخوا د تري جي سيسټم يوه پرمختللې بڼه (3,75G) معرفي شوه،چې وړتيا يې د تري جي سيسټم څخه زياته ده.
تري جي (د معلوماتي ټکنالوجۍ درېيم نسل) يو پر مختللى سيسټم دى، چې له لارې يې د ګرځنده ټېلېفونونو پر مټ په لوړ کيفيت انټرنټي خدمتونه وړاندې کېږي او په کې تصوير هم ښکاره کيږي.
د تېر کال په وروستيو کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت او تېره اوونۍ ام تې ان شرکت د تري جي جواز هر يو د ٢٥ ميليون ډالرو په بدل کې د مخابراتو له وزارت څخه ترلاسه کړ.
په افغانستان کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د بازار موندنې مسوول ياسر ابوالعمايم خوښي وښوده، چې اتصالات لومړنى شرکت ده، چې په افغانستان کې د تري جي خدمتونه وړاندې کوي .
هغه وويل ، چې دغه شرکت د تري جي د خدمتونو وړاندې کولو له پېل راهېسې د جلال اباد ښار په ګډون د کابل ولايت ٩٥ سلنه سيمه د تري جي خدمتونو تر پوښښ لاندې راوستې ده .
سرچينه وايي، چې دوى په پام کې لري په نږدې راتلونکې کې د تري جي خدمتونه بلخ ، هرات او کندهار ولايتونو ته هم وغځوي .
دا مهال په هېواد کې د افغان بيسيم او روشن خصوصي او د افغان ټيلي کام نيمه دولتي مخابراتي شرکتونه هم فعاليت لري، چې د “جي اېس اېم” سيسټم له لارې انټرنټي خدمتونه وړاندې کوي .
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP