ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سيد امين مجاهد: موږ د سياسي مصلحتونو ښکار شو

سيد امين مجاهد: موږ د سياسي مصلحتونو ښکار شو

author avatar
26 Jun 2012 - 16:56
سيد امين مجاهد: موږ د سياسي مصلحتونو ښکار شو
author avatar
26 Jun 2012 - 16:56

کابل ښار (پژواک ٦ چنګاښ ٩١): د علومو اکاډمۍ ګوښه کړل شوى منشي سيد امين مجاهد وايي، چې د دايرة المعارف اړوند د قومونو د اتنوګرافي په کتاب کې د هېڅ قوم سپکاوى نه دى شوى او دوى د سياسي مصلحت ښکار شوي دي.

د روان لمريز کال د غبرګولي په ٣١مه د ولسمشر کرزي په حکم د علومو اکاډمۍ مشر څېړنپوه عبدالباري راشد او درې نور غړي څېړنپوه نصرالله سوبمن، څېړنپوه سيدامين مجاهد او څېړنپوه عبدالحکيم ساپی په دې تور، چې ګوندې د “په افغانستان کې د مېشتو غير پښتنو قومونو د اتنوګرافۍ اطلس” په نامه کتاب کې هزاره قوم ته سپکاوى شوى دى، د اساسي قانون د ٦٤مې مادې د ١٣مې فقرې پر اساس له خپلو دندو ګوښه او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شول.

دغه لانجمن کتاب په ١٠٠٠ ټوکو کې د شعيب مطبعې له خوا چاپ شوى دى.

د علومو اکاډمۍ منشي مورخ، څېړنپوه سيد امين مجاهد د چنګاښ په ٦مه، پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه کتاب د علمي تحقيق پر بنسټ ليکل شوى، هر څه يې مستند اخځليکونه لري او له ځانه په کې هېڅ هم نه دي ليکل شوي.

د هغه په وينا، دغه کتاب د افغانستان د اتو ولايتونو په اړه ليکل شوى او له پښتنو پرته په کې نور قومونه د اتنوګرافۍ د اصولو له مخې پېژندل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د اتنوګرافۍ اصول دي چې د يو قوم د پېژندګلوۍ لپاره بايد د هغو خلکو د څېرو او د بدن په اړه معلومات ورکړل شي او ده هم دغسې کړي او پر دې سربېره يې ټول مطالب د اسنادو او ماخذونو پر بنسټ ليکلي دي.

مجاهد وويل: ((ما ته د اتو ولايتونو له ډلې څخه د ميدان وردګو ولايت راکړل شوى و، چې په هغه کې مې هزاره قوم د اتنوګرافۍ د اصولو له مخې معرفي کړى دى.))

د ده په خبره، په يادو مطالبو کې ده د (حيات افغاني)، (پښتني قبيلو او شجرو مېنه)، (نژاد نامه افغان)، (د لسم ټولګي جغرافيه) او يو شمېر نور ماخذونه کارولي او له ځانه يې هېڅ نه دي ليکلي.

دى وايي، چې پر ولسمشر کرزي د حاجي محمدمحقق له خوا فشارونه ډېر شوي وو او ګواښ يې ورته کړى و، چې که دغه کسان له دندو ګوښه نه کړي، نو د ارګ مخې ته به پر پراخو لاريونونو لاس پورې او ارګ به کلابند کړي.

هغه وويل، چې په خپله ليکنه کې يې د هزاره ليکوال فيض محمد کاتب هزاره له قوله ليکلي: ((هزاره قوم د بې علمۍ له امله جاهل او لجوج قوم دى او په مذهبي مسايلو کې کمزورى دى.))

 مجاهد زياتوي، سره له دې يې هم په خپل نظر کې ليکلي، چې شيعه ګان په ديندارۍ کې له سني مذهبو تکړه دي.

نوموړي وويل، چې دى د ولسمشر امر ته درناوى لري، چې دوى يې له دندو ګوښه کړي، خو وايي چې دغه کار غيرقانوني دى.

د علومو اکاډمۍ دغه غړي زياته کړه: ((ښه لاره دا وه، چې  لومړى بايد د دې قضيې لپاره يو علمي کمېسيون ټاکل شوى واى، د کمېسيون له خوا د ملامت له ثابتېدو وروسته بايد موږ څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي واى، بيا د څارنوالۍ تر څېړنو وروسته ستره محکمه د دې واک لري چې موږ له دندو ګوښه کړي.))

سيد امين مجاهد وويل، چې په راتلونکي کې د انتقالي عدالت له وېرې يو شمېر جنګ سالاران هڅه کوي، سر له اوسه د ځانونو لپاره ملاتړي پيدا کړي.

نوموړي د احصايې په اړه وويل، چې په هغې کې د ده لاس نه و، خو د هغې ننګه يې وکړه او ويې ويل، چې هغوى هم د معتبرو او باوري ماخذونو او سرچينو څخه دغه سرشمېرنه کړې ده.

د هغه په وينا، دوى څېړنه کړې او څېړنه د سرچينو او ماخذونو پر بنسټ کېږي او دوى چې څه ليکلي دا واقعيت دي او که څوک له واقعيت سترګې پټوي، دا بيا بېله موضوع ده.

د ياد کتاب په خپرولو سره د حزب وحدت مشر حاجي محقق هم ډېر تند غبرګون وښود او د يوې خبرناستې پر مهال يې وويل، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ له خوا په وروستي چاپ شوي دايرة المعارف کې د هزاره قوم ته سپکاوى شوى، چې کورنيو جګړو ته لار هواروي.

خو مجاهد وايي، چې محقق يواځې هڅه کوي په دې سره يو ځل بيا پر ولسمشر کرزي فشار راوړي او د وزارتونو غوښتنه ترې وکړي.

نوموړې په دى هکله نور جزئيات ورنه کړل.

د علومو اکاډمۍ مشر عبدالباري راشد هم پرون په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال دا ادعاوې چې ګوندې په ياد کتاب کې يوه قوم ته سپکاوى شوى، په کلکه رد کړې.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.