لښکرګاه (پژواک ٦ چنګاښ ٩١): د هلمند چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو پنځه عام وګړي له دولت سره د همکارۍ په تول وژلي دي.
د هلمند ولايت د مقام له خوا د چنګاښ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پېښه پرون د دغه ولايت د سنګين ولسوالۍ د ريګي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې وسلوالو مخالفينو ياد کسان په دې تور وژلي، چې له دولت سره يې همکاري درلوده.
خو سرچينې زياته کړې، چې وسلوالو طالبانو د دغو کسانو تر وژلو وروسته د دوى کورونه تلاشي کړي، خو هېڅ داسې شواهد يې نه دي موندلي چې ګوندې دوى له دولت سره مرسته کوله.
يادې سرچينې د دې پېښې په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
په خبرپاڼه کې دغه پېښه په کلکه غندل شوې او د وژل شوو له کورنيو سره په کې غمرازي هم ښودل شوې ده.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو د دغه ولايت په ګرشک او موسى کلا ولسواليو کې د ګڼ شمېر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعاوې کړې دي.