کابل (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): د ميدان وردګو چارواکي وايي، د دغه ولايت په چک ولسوالۍ کې پنځه وسلوال طالبان د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي او يو ټپي دى، خو د سيمې د خلکو په وينا، په دې چاودنه کې درې طالبان ټپيان شوي دي.
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته وسلوالو طالبانو د دې ولسوالۍ د بابا کلا کلي پر سړک ماين ځاى پر ځاى کاوه، چې پرې وچاودېد.
هغه وويل، چې په دې چاودنه کې د وسلوالو طالبانو اړوند د سباوون د ګروپ پنځه تنه وژل شوي او يو ټپي دى.
د ده په وينا، طالبانو خپل ټپي له سيمې لېږدولى، خو د وژل شوو کسانو مړي تر سهاره په سيمه کې پراته وو او بيا د سيمې د خلکو له خوا يووړل شول.
خو د سيمې يوه اوسېدونکي چې ځان يې رحمت الله معرفې کړ، د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې درې وسلوال طالبان سخت ټپيان شوي دي.
دى وايي، چې د ټپي شوو طالبانو روغتيايي حالت خراب دى، خو په چاودنه کې څوک وژل شوي نه دي.
د بابا کلا کلي يوه اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، هم وويل، چې په ياده چاودنه کې درې وسلوال طالبان ټپيان شوي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.