Language

د ولسمشر مرستيال د متقاعدينو لپاره د دوو ميلياردو ډالرو غوښتنه وکړه

کابل ښار (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): د ولسمشر لومړي مرستيال د اداري او ملکي اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون د کار په څرنګوالي د نيوکې ترڅنګ، د متقاعدينو د وضعيت د ښه کېدو لپاره له مرستندويو هېوادونو څخه د دوو ميلياردو ډالرو مرستې غوښتنه وکړه.

د ولسمشر لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم، د دې کميسيون په ګډه غونډه کې چې نن د يو شمېر دولتي چارواکو په ګډون په کابل کې جوړه شوه، په تېرو لسو کلونو کې په اداري سيستم کې له مهمو مثبتو بدلونونو څخه يادونه وکړه او ويې ويل، چې تراوسه هم ځينې ادارې د زاړه او له کاره تللي سيسټم پربنسټ کار کوي.

نوموړي په دې ناسته کې چې د ملکي خدمتونو د ادارو د جوړښت او دندو د اصلاح په اړه جوړ شوى و، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو پر خپلواک کمېسيون نيوکه وکړه او زياته يې کړه: ((کوم کار چې د ملکي خدمتونو اداره په افغانستان کې پرمخ وړي، ځان تېر ايستل دي؛ په ټولنه کې د بدلون راوستو لپاره بنسټيز کار نه دى.))

مارشال فهيم زياته کړه، چې ډېرى کارپوه ځوانان په دولتي لوړو څوکيو د ګومارلو پرمهال د پخوانيو کارمندانو له خوا له ناسم او بدچلند سره مخ کېږي او ډېرى ځوانان، چې پوهه لري او له نوي سيسټم سره اشنا دي، په ډېرو مواردو کې له خنډونو سره مخ کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستيال وويل: (( هغه ځوان چې د اداري اصلاحاتو د بهير له لارې رييس کېږي، پخواني کارمندان په ناسم چلند او سلوک غواړي هغه زړه تورن کړي؛ نو ځکه مجبورېږي چې له شرايطو سره ځان عيار کړي او يا دنده پرېږي؛ زه داسې ځوانان پېژنم چې نه غواړي نور کار وکړي.))

نوموړي، زوړ سيسټم په نوي سيسټم بدلول  او د وړتيا او لياقت له مخې د کارمندانو پر ګومارلو ټينګار وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې خلک سرټکوي، چې زوړ اداري سيسټم په ډېرو ادارو کې د  ډول ډول ستونزو او د کار د ځنډېدو لامل ګرځي؛ هغوى د زوړ سيسټم پرځاى د ډيجيټلي سيسټم ځاى پرځاى کول د حل لار بولي.

له بله پلوه، د ولسمشر لومړي مرستيال د هغو خلکو د ژوند د تضمين لپاره، چې له يوې اوږدې مودې څخه وروسته له دندې څخه تقاعد او يا لرې کېږي، له نړيوالې ټولنې او مرستندويو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه وکړه.

هغه وويل: ((مرستندويه هېوادونه بايد لږ تر لږه يو يا دوه ميليارده ډالره مرسته وکړي، څو خپلې ادارې ځوانې کړو او هغه مدير ته چې د کار موده يې لس کاله پاتې وي، ورته  ووايو چې دا دې لس کلن لګښت، پرته له دې څوک چې تقاعد کوو، د هغه ژوند ته پام نه کوو.))

څه موده مخکې، د تقاعد خزينې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت، په بېړنۍ توګه د متقاعدينو د حقونو لېږد، د نوي بانکي سيسټم له لارې او د متقاعدينو د پېژندګلوۍ د تثبيت لپاره د اسانتياوو  له رامنځ ته کولو خبر ورکړى و.

د تقاعد خزينې د لوى رياست د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د دې رياست لپاره د نهو مياشتو بودجه درې ميليارده افغانۍ ځانګړې شوې ده او په مرکز او ولايتونو کې د تقاعد شوو کسانو شمېر څه باندې ١٣٠زرو ته رسېږي، چې ٧٠ سلنه متقاعدين په کابل کې موجود دي.

د سرچينې په وينا، په تېرو څلورو کلونو کې لږ تر لږه څلور زره نوي متقاعدين د خپلو اړوندو ادارو له خوا د تقاعد خزينې ته ورپېژندل شوي دي.

په نننۍ ناسته کې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو چارواکو وويل، چې غواړي د ملکي خدمتونو د ادارو د جوړښت او دندو د اصلاح په خاطر د لوړپوړو حکومتي چارواکو او د بېلابېلو ادارو له رييسانو سره خبرې اترې وکړي.

خو د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسيون مشر احمدمشاهد وويل، چې د ملکي خدمتونو د کار پر قانون  يې له سره کتنه کړې ده، چې په نهايي کېدو به يې د کارکوونکو قانوني فرصتونو ته د لاسرسى ترڅنګ، هغوى به په خپل کاري چاپېريال کې له مصوونيت څخه هم برخمن وي.

هغه زياته کړه چې په دې بياکتنه کې ګومارنه، د ظرفيت لوړتيا، د قانون په رڼا کې د کارمند له کړنو څخه څارنه او د ملکي  خدمتونو د کارکوونکو ارزونه تعريف شوې ده.

د افغانستان د کار نوى قانون له اساسي قانون څخه وروسته، هغه قانون دى چې په کاري چاپېريال کې د کارګر او کارمند قانوني حقونه او د ښه ژوند تضمين په کې شامل دى.

د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال، په نننۍ غونډه کې د دولتي ادارو په جوړښت کې د اصلاح په خاطر د وړانديزونو په مطرح کولو سره وويل، افغانستان بايد د اقتصادي پرمختګ پروګرام طرحه او کرنې ته په کې لومړيتوب ورکړي.

ارغنديوال، کرنه په هېواد کې ښه سکټور وباله او زياته يې کړه، چې دا سکټور اقتصادي مصوونيت رامنځ ته کوي او بې وزلې له منځه وړي.

نوموړي، د کار په بازار کې د لوړو زده کړو د پروګرامونو د همغږي کولو، د قوانينو او مقرراتو د ساده کولو، د کدرونو او تجربه لرونکو کسانو د جذب او د بې ګټو سلاکارانو کمښت په اړه د حکومتي ادارو لپاره نوي جوړښتونه وړاندې کړل.