شهر کابل (پژواک ٧ چنګاښ٩١): د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ اداره وايي، چې حکومت د رسنيو قانون د تعديل په طرحه کې خپل نفوذ ډېر کړى او قانون يې نور هم پېچلى کړى دى.
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نی) نن د خبريالانو غونډه رابللې وه، ترڅو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د رسنيو د قانون د تعديلي طرحې په اړه خپل نظريات وړاندې کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ياد قانون د تعديل طرحه جوړه کړې او څه موده مخکې يې د نظر پوښتنې په موخه خپره کړې ده.
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ د ادارې مشر صديق الله توحيدي په نننې ناسته کې وويل، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د رسنيو قانون ته د تعديل طرحه نه ده جوړه کړې بلکې د دغه قانون نوې مسوده يې برابره کړې ده.
د توحيدي د معلوماتو له مخې، په تعديل شوې طرحه کې له لومړۍ تر ٥٤ مې مادې يا له سره ليکل شوې او يا هم د اوسني قانون ډېر موارد حذف شوي دي.
د ده په وينا، د ياد قانون د تعديل په طرحه کې د رسنيزو تخطيو او جرمونو لپاره د ځانګړې محکمې او څارنوالۍ وړاندوينه شوې ده.
هغه وويل، چې ځانګړو محکمو او څارنواليو تل د عادي محکمو او څارنواليو په پرتله له شدت څخه کار اخيستى او غوره ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت يې پر ځاى د رسنيزو جرمونو قانون جوړ کړي.
د توحيدي په وينا، د قانون د تعديل په طرحه کې د رسنيو او د رسنيزو تخطيو او شکايتونو په کمېسيونونو او د رسنيو د عالي شورا په تشکيل کې د حکومت او اطلاعاتو فرهنګ وزارت نفوذ ډېر شوى دى.
د هغه د څرګندونو له مخې، د رسنيو په اوسني قانون کې د رسنيو د عالي شورا مشري انتخابي ده خو په نوې تعديل شوې طرحه کې د اطلاعاتو او کلتور وزير يې مشر وړانديز شوى دى.
دغه راز دى وايي، چې په دې طرحه کې د رسنيو په ١٣ کسيزه عالي شورا کې يواځې څلور تنه چې دوه ژورنالېستان او دوه د مدني ټولنې استازى دي، د دولت غړي نه دي.
ده زياته کړه: ((دا شورا تقريباً دولتي ده، مدني ټولنه او خبريالان په کې اقليت دي، له همدې امله به يې هره پرېکړه د حکومت د غوښتنو له مخې وي.))
هغه وويل، چې د رسنيو د عالي شورا مشري بايد بېرته انتخابي شي او په دې شورا کې د ژورنالېستانو او د مدني ټولنې د استازو ونډه ډېره شي.
توحيدى زياتوي، د رسنيو اوسنى ٤٣ ماده ييز قانون، په تعديل شوې طرحه کې ١١٠ مادو ته لوړ شوى، خو د وضاحت پر ځاى يې پېچلتيا نوره هم ډېره شوې، چې رسنيو ته د اسانتيا پر ځاى ستونزې زېږوي.
د ده په وينا، ځيني ژورناليستيکي اخلاقي معيارونه چې د قانون بڼه نه شي خپلولى، خو د رسنيو د قانون په نوې تعديل شوې طرحه کې ويل شوي، چې دا معيارونه بايد د رسنيو د عالي شورا له خوا تصويب شي.
د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر وويل، سره له دې چې د رسنيو اوسني قانون تعديل ته اړتيا لري خو د وزارت له خوا د تعديل شوې طرحې په پرتله ډېر غوره دى.
په نننۍ ناسته کې بېلابېلو رسنيو لسګونه خبريالانو او مسوولينو د يادې طرحې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل.
ټاکل شوې چې دغه نظرونه د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې له خوا سره راټول او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وړاندې شي.
د “کابل نيوز” ټلويزيون د خبر د څانګې مشر غلام جيلاني ځواک او د نننۍ ناستې ګډونوال هم وايي، چې په نوې تعديل شوې طرحه کې اطلاعاتو او کلتور وزارت هڅه کړې، چې پر رسنيو خپل اغېز ډېر کړي او رسنيز فعاليتونه محدود کړي.
ځواک وايي، چې حکومت بايد رسنيو ته د ستونزو جوړولو پر ځاى اسانتياوې برابره کړي.
ده هيله څرګنده کړه، چې اطلاعاتو او کلتور وزارت نننۍ غونډې ته د راغلو خبريالانو نظرونه د رسنيو د قانون د تعديل په طرحه کې په پام کې ونيسي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د رسنيو د قانون پر تعديل شوې طرحې بايد نيوکې څرګندې وي ترڅو د نظر په توګه د دغه قانون په نوې مسوده کې په پام کې ونيول شي.