هرات ښار (پژواک ٧ چنګاښ ٩١): د لوېديځي حوزې سرحدي پوليسو د ايران پولې ته څېرمه له يوې زېرمې څخه ٦١١کيلوګرامه ترياک او کرستال کشف او ترلاسه کړل او په تور يې يو تن هم نيولى دى.
د هېواد په لوېديځ کې د سرحدي پوليسو د څلورمې حوزې قوماندان مل پاسوال شېراحمد ملداني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده اندازه نشه يي توکي د هرات د ګلران ولسوالۍ په کلي کې له يوه پټنځاى څخه ترلاسه شوي دي.
د نوموړي په وينا، په دغو نشه يي توکو کې ٥١٩ کيلوګرامه ترياک او ٩٢کيلوګرامه کرستال شامل دي، چې ايران ته د قاچاق په موخه دلته راوړل شوي وو، کرستال د هيرويينو په پرتله پرمختللې او ګران بيه ماده ده.
د هېواد په لوېديځ کې د سرحدي پوليسو د څلورمې حوزې قوماندان وويل، چې د دغو توکو په تړاو د سيمې يو اوسېدونکى له يو موټر سره نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په تېرو درېيو مياشتو کې يو ټن نشه يي توکي بهر ته له قاچاق کېدو مخکې کشف او ترلاسه شول او شپږ ټنه يې د قاچاق په تور نيول شوي وو.
هرات د هېواد يو له هغو ولايتونو څخه دى، چې د نشه يي توکو کرکيله په کې نږدې صفر اعلان شوې، خو له بله اړخه دغه ولايت بهر په ځانګړې توګه ايران ته دنشه يي توکو د قاچاق يو له لويو مرکزونو ګڼل کېږي.
د امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، د نشه يي توکو ډېره برخه د ګلران، کهسان او غوريانو له ولسواليو څخه ايران ته قاچاق کېږي.
پنځه مياشتې وړاندې، نږدې څلور ټنه نشه يي توکي چې له هېواد څخه بهر ته قاچاق کېدل، د سرحدي پوليسو او ملي امنيت له لوري کشف او ضبط شول، چې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د هرات په سوېل کې وسوځول شول.
د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستيال، بازمحمد احمدي په وينا، د نشه يي توکو کشف دا ښيي، چې له پولې بهر د افغانستان نشه يي توکو ته زياته لېوالتيا شتون لري.
نوموړي د دغه مطلب په څرګندولو سره، چې په افغانستان کې توليد شوي پنځه سلنه نشه يي توکي په هېواد کې دننه مصرفېږي، ويلي دي، چې نشه يي توکي نړيواله پديده ده او د نړيوالې ټولنې له نږدې همکارۍ پرته مبارزه ورسره ناشونې ده.
هغه تازه راپور، چې د ملګرو ملتونو او د افغانستان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت له لوري خپور شوى، کاږي، چې د ٢٠١٠ کال په پرتله په ٢٠١١ کال کې د کوکنارو په کرکيله کې د اوه سلنې په زياتوالي سره په څه باندې ١٣١زره هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو.
په دغه راپور کې ويل شوي، چې په افغانستان کې د ٢٠١٠ کال په پرتله په ٢٠١١کال کې د ترياکو توليد ٦١سلنه زيات شوى دى.
د ملګرو ملتونو او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت د شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې څه د پاسه ٥٨٠٠ ټنه ترياک توليد شوي وو، چې له دغه د يو کال وړاندې په پرتله ٢٢٠٠ ټنه زياتوالى ښيي او په دې موده کې د ترياکو په بيه کې هم ١٣٣سلنه زياتوالى په ګوته کوي.
د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) هم ويلي دي، چې نشه يي توکي د افغانستان د اقتصاد يوه برخه ده، چې د ناقانونه وسلوالو ډلو د پام وړ لګښتونه له همدې لارې برابرېږي او اداري فساد ته هم لمن وهي.
د دې ادارې د تېر کال شمېرې ښيي، په نورو هېوادونو کې د کوکنارو په کښتونو باندې د طبيعي افتونو له امله افغانستان د نړۍ ٩٠ سلنه ترياک توليدول، په داسې حال کې چې له دې څخه يو کال مخکې افغانستان د نړۍ ٨٢سلنه ترياک توليد کړي وو.