Language

د مقر په بازار کې د راکټونو لګېدو له امله لس تنه ټپيان شول

غزني ښار (پژواک ٨ چنګاښ ٩١): د غزني چارواکي وايي، چې د مقر ولسوالۍ پر بازار د وسلوالو طالبانو د راکټي بريد له امله ١٠ عام وګړي ټپيان شوي دي.

د غزني د والي وياند سباوون د چنګاښ په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو د ولسوالۍ پر ودانۍ راکټي بريدونه کړي و او درې راکټ د بازار په منځ کې ولګېدل.

نوموړي وويل، چې په دغه بريد کې لس عام وګړي ټپي شوي چې د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي.

خو د والي وياند د هغوى د روغتيايي حالت په اړه بې خبري وښوده.

د مقر د بازار يوه دوکاندار اخترمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې پر بازار درې راکټونه ولګېدل چې له امله يې دوکانداران او عادي خلک ټپيان شول.

دى وايي، چې وسلوالو طالبان راکټونه فيروي، خو پر دې نه پوهېږي چې دا چېرې لګېږي.

نوموړي له طالبانو وغوښتل چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې د مقر ولسوالۍ د پي ار ټي پر ودانۍ يې بريد کړى چې له امله يې درې کورني عسکر وژل شوي دي.

د يادونې ده چې تېره ورځ د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې هم وسلوالو طالبانو پنځه د سيمې اوسېدونکي وژلي وو.

Related Topics