Language

لښكرګاه (پژواک، ٨ چنګاښ ۹۱): د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ نوې ودانۍ نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

د نادعلي ولسوال حبيب الله شملاني د دې ودانۍ د ګټې اخيستنې پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده ودانۍ له ټولو ملحقاتو سره، چې د شورا لپاره يو لوى  سالون هم په کې شامل دى، د يوه کال په موده کې جوړه شوې ده.

د ده په وينا، پر دې ودانۍ پنځه سوه زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د بريتانيا د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا ورکړل شوى دى.

شملاني وايي، چې په نوې جوړې شوې ودانۍ کې د ولسوالۍ د ټولو اړوندو دفترونو لپاره ځايونه جوړ شوي او د غونډو لپاره جوړ شوى لوى سالون د شاوخوا پنځه سوو کسانو د ځايېدو ظرفيت لري، چې په مېزونو او څوکيو سمبال دى.

د ده په خبره، وړاندې تردې د ولسوالۍ ټولو مامورينو د ودانۍ د نه شتون له امله په سختو حالاتو کې کار کاوه؛ خو د دې ودانۍ په جوړېدو سره به يې ستونزې هوارې او په کارونو کې يې چټکوالى راشي.

په يادو مراسمو کې د هلمند والي ګلاب منګل، په نادعلي کې د شويو پرمختګونو په اړه وويل ، چې په دې ولسوالۍ کې د امنيت ترڅنګ په انکشافي کارونو کې زيات بدلون راغلى دى.

منګل زياته کړه، چې اوس مهال په نادعلي کې ټولې اړوندې ادارې فعاله دي، چې د ولسوالۍ ودانۍ له جوړېدو سره به يې په کارونو کې ښه والى راشي.

نادعلي ولسوالۍ د لښكرګاه لوېديځ لور ته په شاوخوا ۲۰ كيلومترۍ کې موقعيت لري، چې د چارواکو په وينا، اوس مهال يې امنيت هم د نورو ولسواليو په پرتله ښه شوى او د بيارغونې زيات كارونه په كې پيل شوي دي.

Related Topics