کابل ښار ( پژواک ٨ چنګاښ ٩١): نن په کابل کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د ځينو لومړنيو خوراکي توکو او ايراني سروزرو بيې لږ لوېدلې دي.
د کابل ښار د خوراکي توکو د سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوې پنځوس کيلويي بورۍ برازيلۍ بورې د عمده پلور بيه له ٢٠٤٠ افغانيو څخه ٢٠٠٠ افغانيو، يوه پنځوس کيلويي بورۍ اوله درجه پاکستانۍ سېله وريجې له ٣٠٤٠ افغانيو څخه ٣٠٠٠ افغانيو او د يو پيپ سپين غر پنځه کيلويي غوړيو د عمده پلوربيه له ٤٤٠ افغانيو څخه ٤٣٠ افغانيو ته رالوېدلې ده.
خو هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تېرې پنجشنبې په څېر د يوې پنځوس کيلويي پاکستاني اوړو بيه ٩٩٠ افغانۍ، د يو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او د يو کيلو شين اندونيزيايي چاى بيه ١٧٠ افغانۍ ده.
نوموړى د خوراکي توکو د بيو ټيټېدو لامل د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د ارزښت ثبات او په بازار کې توکو ته د اړتيا کچه په ګوته کوي.
د کابل ښار د شاهزاده سراى د يوه صراف نورالله د معلوماتو له مخې، نن په کابل کې د يو ډالر د اخيستو بيه ٥١،٧٠ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو د پېر بيه ٥٤٠ افغانۍ ده.
تېره پنجشنبې يو ډالر په ٥٠،٨٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارۍ په ٥٤٣ افغانۍ پېرل کېدې.
دا په داسې حال کې ده، چې د سون توکو بيې بې بدلونه پاتې دي.
د تايمنې څلورلارې د تېلو په ټانک کې يو تېل پلورونکى صديق الله وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر يو لېتر ډېزل په ٥٧ افغانۍ او د يوې افغانۍ په راټېټېدو سره پټرول په ٥٨ افغانۍ پلوري.
د تايمني په پروژه کې يو ګاز پلورنکى عبيدالله وايي، چې د تېرې اونۍ په څېر يو کيلو ګاز په ٤٠ افغانۍ پلوري.
د کابل ښار د مريم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورنکى عبدالبصير وايي، چې د يو ګرام عربي سرو زرو بيه د تېرې پنجشنبې په څېر ٢١٥٠ افغانۍ، خو يو ګرام ايراني سره زر له ١٨٥٠ افغانيو څخه ١٨٠٠ افغانيو ته رالوېدلي دي.
نوموړي وويل، چې په کابل ښار کې د سرو زرو بيې په نړيوالو بازارونو کې د سرو زرو له بيو سره تړلې دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن