ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کويټه کې ځانمرګي بريد ٤٨ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

په کويټه کې ځانمرګي بريد ٤٨ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

author avatar
29 Jun 2012 - 10:18
په کويټه کې ځانمرګي بريد ٤٨ تنو ته مرګ ژوبله واړوله
author avatar
29 Jun 2012 - 10:18

کويټه( پژواک، ٩چنګاښ ٩١ ):د پاکستان دبلوچستان ايالت په مرکز کويټه کې د ځانمرګي بريد له امله  ١٨ تنه ووژل شوي او ٣٠ نور ټپيان دي.

دغه ځانمرګی بريد تېر ماښام د کويټې په هزار ګنجي سيمه کې له ايران څخه د راتلونکيو شيعه زيارت کوونکيو پرموټر ترسره شوى.

په وژل شويو او ټپي شويو کسانو کې پوليس هم شامل دي او د زياتو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د پېښې په ځای کې يو تن عيني شاهد حفيظ الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د مساپرو له بس سره د پوليسو يو موټر هم روان و، چې بريد پرې وشو.

هغه زياته کړه، چې په بريد کې بس موټر ويجاړ او يوې کندې ته ولوېده او د پوليسو موټر هم زيانمن شوی دی.

حفيظ الله وايي، چې د پېښې په ځای کې ١٨ تنه مړي پراته وو او د ټپيانو شمېره تر دېرشو اوښتې وه.

د کويټې د پوليسو مشر مير زبير له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې د لومړنيو پلټنو په اساس بريد د يو موټر په واسطه شوی دی او په کې له پنځلسو تر شلو کيلو ګرامو چاودېدونکي توکي کارول شوي دي.

هغه پورتنۍ مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې په وژل شويو کسانو کې درې پوليس هم شامل دي.

د پېښې مسووليت د لښکر جنګوي په نامه يوې مذهبي ډلې پر غازه اخيستى او د ورته نورو بريدونو ګواښ يې هم کړی دی.

پنځه ورځې مخکې هم په کويټه کې د يو وسلوال بريد له امله اته تنه وژل شوي وو .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.