Language

طالبان: په اندړو کې راپاڅېدلي خلک اربکيان دي

غزني ښار (پژواک ١٠ چنګاښ ٩١): وسلوالو طالبانو د غزني په اندړ ولسوالۍ کې د پاڅون په نوم راپاڅېدلي خلک اربکيان وبلل او هغه راپورونه يې رد کړل، چې ګواکې دوى په دې ولسوالۍ کې قران کريمونه سوځولي دي.

له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې په اندړو ولسوالۍ کې د سيمې خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون کړى، وخت ناوخته يې ترمنځ نښتې هم رامنځته کېږي، چې له امله يې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

ځايي چارواکي وايي، چې تېره اونۍ وسلوالو طالبانو د پاڅون کوونکو د کورونو د سوځولو پر مهال د قران کريم يو شمېر نسخې هم سوځولې وې.

خو وسلوال طالبان دغه ادعاوې په کلکه ردوي او وايي، چې دغه کار په خپله دولتي ځواکونو د طالبانو د بدنامولو په موخه ترسره کړى دى.

د دوى د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د چنګاښ په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د قران کريم د سوځولو په اړه شوې ادعاوې وڅېړلې او دا جوته شوه، چې دغه کار د طالبانو د بدنامولو په موخه ترسره شوى دى.

په خبرپاڼه کې زياته شوې: ((سوځول شوې ودانۍ له تېرو دوو مياشتو راهيسې د اربکيانو پوسته وه، طالبانو دا پوسته ونيوه او له معمول سره سم يې ترې د دې پوستې تر سوځولو مخکې ټول کتابونه راټول او په يوه المارۍ کې يې اېښې وو، خو کله چې دولتي ځواکونه سوځول شوې ودانۍ ته راځي، نو ياد کتابونه په خپله سوځوي.))

په اندړ ولسوالۍ د خلکو د پاڅون په اړه طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې دا په اصل کې دولتي اربکي دي، د دولت او بهرنيو ځواکونو له خوا اکمال او وسلې ورکول کېږي.

طالبانو زياته کړې، چې د سيمې د حالاتو د ارزولو په موخه يې پلاوى سيمې ته لېږلى، چې له علماوو او قومي مشرانو سره يې ليدلي دي.

د غزني د والي وياند سباوون د وسلوالو طالبانو دغه ادعا په کلکه رد کړه او ويې ويل، چې د اندړو خلک د وسلوالو طالبانو له ظلمونو څخه په تنګ شوي او په خپله يې پر ضد پر پاڅون لاس پورې کړى دى.

هغه زياته کړه: ((طالبانو د زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي وو، خو خلک غواړي چې ماشومان يې زده کړې وکړي او ښوونځيو ته ولاړ شي.))

د يادونې ده چې تېره اونۍ ځينو کورنيو او بهرنيو ټلويزيونونو هم د اندړو د پاڅون په اړه ژوندي راپورونه خپاره کړل.

Related Topics