کابل (پژواک ١٠ چنګاښ ٩١): نړيوال وجهي صندوق له شاوخوا يو کلن ځنډ وروسته د ١٨،٢ ميليونه امريکايي ډالره مرستې په اعلانولو ،بيا له افغانستان سره مرستې پېل کړې .
د افغانستان د ماليې وزارت وياند وحيدالله توحيدي د چنګاښ په لسمه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې د نړيوال وجهي صندوق (اى اېم اېف) چارواکيو، دغه مرسته تېره ورځ ددې صندوق په کلنۍ غونډه کې اعلان کړې ده.
اى اېم اېف په ١٣٨٩ کال کې وروسته له هغه، چې په هېواد کې تر ټولو ستر خصوصي بانک (کابل بانک) له بحران سره مخ شو ، له افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولې او افغان حکومت ته يې د بانکي نظام د سمون په موخه ځينې وړانديزونه کړي و .
دغه راز د اى اېم اېف چارواکو ويلي و ، تر هغه به له افغانستان سره مرستې ونه کړي، ترڅو چې په دغه هېواد کې د بانکي سيستم ستونزې نه وي هوارې شوي .
خو د ماليې وزارت وياند وايي، چې د پيسو نړيوال صندوق په افغانستان کې د اقتصادي اجراتو په اړه تر څېړنو وروسته خپلې مرستې بېرته پېل کړې .
توحيدي وايي، چې نړيوال وجهي صندوق د ٢٠١١ زېږديز کال په لومړيو کې اعلان کړى و، چې تر ٢٠١٤ کال پورې به له افغانستان سره ١٣٣،٦ ميليونه امريکايي ډالره مرسته کوي .
د سرچينې په وينا، آى ايم ايف د ٢٠١١ کال په لومړيو کې له ياد رقم څخه ١٨،٩ ميليونه ډالره مرسته وکړه، خو پاتې مرستې يې ځنډولې وې .
هغه زياته کړه : (( د آى ايم ايف مرستې ډېرې ارزښتمنې دي ، ځکه کله چې دغه صندوق مرستې وکړي، نو نورې مرستندويه سرچينې هم زړه ښه کوي او مرستې کوي. ))
د افغانستان د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر لخوا پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د پيسو نړېوال صندوق ددې پرېکړې په اړه خوښي ښودلې ده .
په خبرپاڼه کې د زاخېلوال له قوله راغلي : ((افغان دولت به خپلو اصلاحاتو ته دوام ورکړي، اصلاحات ځکه ډېر اړپن دي ، چې زموږ اقتصادي وده چټکه کوي، په هېواد کې مالي ثبات راولي او د ملي او نړېوالو پانګه والو د ډاډ لامل کپږي.))
دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د پيسو نړيوال صندوق اجراييوي پلاوی اوس هغه پرمختګ تاييدوي، چې د تمديد شوي اعتباري اسانتيا په پروګرام کې راغلي اصلاحات هغه څه دي ، چې د ځواکمن اقتصاد لپاره زمينه برابروي.
اى اېم اېف يوه نړيواله اداره ده، چې له مالي او پولي سيستمونو څخه د ملاتړ او څارنې ترڅنګ د مرستندويه سرچينو مرستې تنظيموي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP