Language

لښکرګاه ( پژواک ١٠ چنګاښ ٩١ ) : د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې ديوې چاودنې له امله څلور عام  وګړي ووژل شول.

ددې ولايت د والي وياند داوود احمدي د چنګاښ په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا چاودنه نن سهار په نهو بجو د شنې په سيمه  کې وشوه.

هغه زياته کړه ، چې چاودنه د ملکي وګړيو پر يوه موټرسايکل شوې ، چې له واشېر ولسوالۍ څخه د ناد علي پر لور  روان و .

احمدي وويل ،چې په دې چاودنه کې څلور تنه، چې پر موټرسايکل سپاره و، وژل شوي ، چې  دوه يې ماشومان دي.

د نوموړي په وينا، د چاودنې  سيمه  د بهرنيو ځواکونو له مرکز څخه شپږ کيلو متره لرې ده او پر دې لاره بهرنيانو تګ راتګ کاوه، ځکه وسلوالو طالبانو يې پر لاره ماين ځاى پر ځاى کړى و.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.