ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان د پراختيايي پروژو لپاره هر کال شاوخوا ٣،٩ ميليارد ډالرو ته اړتيا لري

author avatar
1 Jul 2012 - 18:48
author avatar
1 Jul 2012 - 18:48

کابل (پژواک ١١چنګاښ ٩١): افغانستان له ٢٠١٤ کال وروسته د پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره هر کال په منځني ډول له ٣،٣ ميليارد امريکايي ډالرو تر ٣،٩ ميليارد ډالرو پورې اړتيا لري.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د نړيوال بانک مشر باب سام (Bob Suam)، د جاپان په توکيو کې د افغانستان په اړه د نړيوالې غونډې ته د چمتووالي په اړه د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال او په کابل کې د جاپان سفير ريچيرو تاکاشي (Reiichiro Takahashi) سره په ګډه خبري ناسته کې وکړې.

سام وويل، چې دغه رقم د نړيوال بانک له خوا د افغانستان د تېرو لسو کلونو پرمختګ او اوسنيو واقعيتونو ته په کتو او د توکيو غونډې لپاره د افغانستان د ٢٢ پراختيايي پروګرامونو په پام کې نيولو سره اټکل شوى دى.

خو هغه وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د دې مرستې ډېره برخه د افغان حکومت په غوښتنه د بوديجې له لارې او په هغو برخو کې ولګوي، چې حکومت ورته لومړيتوب ورکوي.

دغه راز د سرچينې په وينا، ښه حکومتوالي او د امنيت خونديتوب هغه څه دي، چې افغان حکومت بايد ورته ډېره هڅه وکړي.

د افغانستان د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال د نړيوال بانک له خوا د افغانستان د پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره د اړتيا وړ اټکل شوې کچې ته په اشارې سره وويل، چې د ياد شوي بانک اټکل او د افغانستان حکومت له خوا د اعلان شوي رقم ترمنځ دومره زيات توپير نشته.

هغه زياته کړه: ((زموږ محاسبه د نړيوال بانک له محاسبې سره همغږې ده.))

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د افغانستان حکومت له ٢٠١٤ کال وروسته په هېواد کې د پراختيايي پروژو د پلي کولو لپاره، کلنۍ اړتيا له ٤ تر پنځه ميليارده امريکايي ډالرو اټکل کړې ده.

دغه راز زاخېلوال وويل،چې افغانستان د توکيو کنفرانس ته د ٢٢ پروګرامونو له لارې د بېلابېلو پروژو کره طرحه وړاندې کوي، چې په وينا يې د نړيوالې ټولنې د منلو وړ به وګرځي.

ده زياته کړه: ((تراوسه چې د افغانستان په اړه نړيوالې غونډې جوړې شوي، تر ټولو قويترين سند د توکيو غونډې لپاره جوړ شوى دى.))

د ده په وينا، د دې طرحې موخه چې د هېواد اوږدمهاله ګټې په کې نغښتې دي، دا ده چې له ٢٠١٤ کال وروسته به په لسو کلونو کې افغانستان پر خپلو پښو درېږي.

زاخېلوال وويل، که څه هم ټاکل شوې ده ،چې د توکيو نړيواله غونډه د راتلونکې اونۍ د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ په ١٨مه) ترسره شي؛ خو دا مهال افغان حکومت له نړيوالې ټولنې سره د مرستو په اړه د متقابل حساب ورکونې پر يوه چوکاټ خبرې کوي.

هغه د دې چوکاټ په اړه نور معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې افغان حکومت ټينګار کوي، چې د کېدونکو مرستو ډېره برخه د افغان حکومت د لومړيتوبونو له مخې د بوديجې له لارې ولګول شي.

دغه راز زاخېلوال هغه اندېښنې، چې په رسنيو کې تر ٢٠١٤  کال وروسته د افغانستان د وضعيت په اړه خپرېږي، بې ځايه او لامل يې د معلوماتو کموالى او د افغانستان د بهرنيو او کورنيو دښمنانو تبليغات بولي.

هغه وويل: ((دا چې د افغانستان د سولې او ثبات دښمنان په بېلابېل ډول مسلحانه ورانکاريو لاس پورې کوي، دا ډول تبليغات تر ټولو کوچنۍ وسيله ده ، چې کاروي يې.))

په کابل کې د جاپان سفير تاکاشي له ٢٠١٤ کال وروسته، راتلونکي لس کلونه د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ستر فرصت وباله.

د هغه په وينا، د توکيو په کنفرانس کې ، چې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي او د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزيرې په ګډون د ٥٤ هېوادونو او ٢٦ سازمانونو استازي په کې ګډون کوي، نړيواله ټولنه به خپلې مرستې له افغانستان سره اعلان کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.