کلات (پژواک١١چنګاښ٩١): د زابل امنیتي چارواکي وايي ،چې وسلوالو طالبانو د ایساف پر اکمالاتي کاروان برید کړى، چې په ځوابي برید کې دوه طالبان وژل شوي دي.
د دې ولایت د شاه جوى ولسوال محمد صدیق د چنګاښ په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ،چې دغه برید نن غرمه مهال د کابل-کندهار پر لویه لار ترسره شوى دى.
نوموړي زیاته کړه ، چې د وسلوالو مخالفینو یوې ډلې د شاه جوى ولسوالۍ د شاحسن خيلو په سیمه کې د ایساف پر اکمالاتي کاروان برید وکړ او د دغه کاروان د تيلو يو ټانکر یې وسوځاوه.
د ده په خبره، له پېښې وروسته د ملي اردو ځواکونو په سیمه کې پر وسلوالو طالبانو ځوابي برید وکړ، چې په پایله کې يې دوه طالبان ووژل شول او دوه نور ژوندي ونیول شول.
هغه وايي، چې د ملي اردو ځواکونو د جګړې په سیمه کې د وسلوالو طالبانو لس موټرسایکلونه، شپږ کلاشينکوفونه، یو راکټ، یوه پيکا او دوه مخابرې هم ترلاسه کړې دي.
بل خوا وسلوال طالبان په دغه برید کې د لسو امنیتي ساتونکو د وژلو ادعا کوي.
طالب وياند قاري یوسف احمدي پژواک اژانس ته وویل، چې په دغه برید کې ٤ د امنیتي ساتونکو سرف موټر او یو د تېلو ټانکر هم سوځېدلي او طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP