Language

په توغندويي بريدونو کې ١١ عامو وګړو ته مرګ ژوبله واوښته

جلال اباد-چاريکار (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): د لغمان او کاپيسا ولايتونو په دوو توغندويي بريدونو کې ١١ عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دلغمان چارواکي وايي،چې تېره شپه په دولت شاه ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو له لوري توغول شويو توغنديو د يوې کورنۍ اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د دولت شاه ولسوال نصيراحمد همت د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه توغندي تېره شپه دوولس بجې توغول شوي، چې يو يې د خاص دولت شاه په سيمه کې د يوه ښوونکي، چې مرزا نومېږي، پر کور لګېدلى دى.

د نوموړي په وينا، په دې پېښه کې يوه مېرمن او يو کوچنى ماشوم وژل شوي او پنځه تنه نور  ټپيان دي.

ولسوال زياته کړه، چې د توغندويو په دغه بريد کې دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د لغمان د عامې روغتيا رييس ډاکټر عبدالطيف قيومي پژواک ته وويل، چې له سيمې ورته پنځه ټپيان ور وړل شوي، چې څلور يې ښځې دي.

ولسوال وويل، چې د ټپيانو بريالي عمليات ترسره شوي، خو يوې مېرمنې په دې پېښه کې ښى لاس له لاسه ورکړى دى.

د ولايت مطبوعاتي دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره د پېښې له قربانيانو سره ژوره خواخوږي ښودلې او دغه عمل يې غندلى دى.

د يو بل خبر له مخې، په کاپيسا ولايت کې هم د يوه ورته بريد له امله څلور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخندزاده پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د وسلوالو مخالفينو له خوا توغول شوى توغندى پر يو کور ولګېد.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې د يوې ښځې او يوه ماشوم په ګډون څلور عام وګړي ټپيان شوي، چې ملکي روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وسلوالو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.