Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وسلوال مخالفين د ابراهيم په نوم د يوه تن په مشرۍ راغلي او د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکي وو.

هغه زياته کړه، ولسي خلکو هغه مهال پر وسلوالو بريد وکړ، چې غوښتل يې د برېښنا هغه سترې پايې په چاودېدونکو توکو والوځوي چې له بادپښ او مهترلام دښتو څخه جلال اباد ته تېريږي.

ځواک وويل، چې د ابراهيم نومي مړى چې کور يې په پاکستان کې دى، اوس هم د لغمان په عامې روغتيا روغتون کې پروت دى.

د نوموړي په وينا، د نورو وژل شوو مړي وسلوالو او د سيمې خلکو وړي او په دې پېښه کې ځيني کسان ټپي شوي هم دي.

د والي وياند وويل، چې والي اقبال عزيزي د بادپښ ولسوالۍ له اوسېدونکو د ملي شتمنۍ پر وړاندې د دې سرښندنې له امله ځانګړې مننه وکړه.

د نوموړي په وينا، ولسي وګړو ته په دې پېښه کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د لغمان د برېښنا امر انجنير اکرام الله عابد پژواک اژانس ته وويل، چې جګړه د وسلوالو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ رامنځ او دوو تنو ته، چې غوښتل يې پايې ونړوي، مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يادونې ده، د امنيتي خنډونو له امله ننګرهار او لغمان ته د ورتلونکې برېښنا د لېږد پروسته درې کاله کېږي له ځنډ سره مخ ده.

وسلوالو مخالفين لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.