Language

په هرات کې د يو ښوونځي کتابونه او اسناد وسوځول شول

هرات ښار (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): په هرات ولايت کې د يو الحاقيه ښوونځي کتابونه او اسناد وسوځول شول او د يو بل ښوونځي په جوړولو سره د ځاى له اړخه د ٥٠٠ زده کوونکو ستونزې هوارې شوې.

د هرات د پوهنې رييس بصيراحمد اروين وايي، چې تېره شپه ناپېژانده وسلوالو د کهسان ولسوالۍ په قدوس اباد کلي کې د يوه الحاقيه منځني ښوونځي يوې خونې ته اور ورکړى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې د ښوونځي کتابونه او اسناد سوځېدلې دي.

طاهري په ياده سيمه کې د دولت د وسلوالو مخالفينو شتون رد کړ او زياته يې کړه، چې ښايي دا پېښه د شخصي تربګنۍ له کبله رامنځ ته شوې وي.

د هرات د پوهنې رييس زياته کړه، چې دوى به نوموړې ولسوالۍ ته پلاوى ولېږي، څو د پېښې عاملين او د سوځېدولو کتابونو او اسنادو اندازه معلومه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن د هرات د انجيل ولسوالۍ په سحرخيز کلي کې د يوه منځني ښوونځي ودانۍ، چې د نړيوال بانک په ٦٤زره ډالره مرسته جوړ شوى، پرانيستل شوه.

د هرات د پوهنې رييس وويل، چې يوه پوړيزه ودانۍ اته درسي خونې، اداري خونې او نور ملحقات لري او د ځاى له پلوه يې د ٥٠٠ زده کوونکو ستونزه هواره شوه.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې وړاندې زده کوونکو په کرايي کورنو کې، چې د سيمې د اوسېدونکو له لوري په وړيا توګه د پوهنې رياست په واک کې ورکړل شوي وو، په زده کړو بوخت وو.

د پنځم ټولګي زده کوونکې سکينې د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: ((موږ په ټولګي کې نه ځايېدو، ټولګى مو خورا کوچنى و، ان چې ډېرى وختونه به ځيني زده کونکي ښوونځي ته هم نه راتلل.))

خو دې زده کوونکې زياته کړه، چې اوس ورته مناسب او دايمي درسي خونې جوړې شوې او ښوونځي ته په شوق او مينه ورځي.

په ورته وخت کې، نن د انجيل ولسوالۍ د کشک باد صباى په کلي کې د ايټاليا بيارغونې ولايتي ډلې (PRT) له لوري د څه باندې ١٣٠زرو ډالرو په ارزښت د يو ښوونځي د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د هرات د پوهنې رييس وويل، دغه ښوونځى به په يو پوړ کې، چې اته درسي، څلور اداري خونې او نور ملحقات به ولري، جوړ او د روان کال تر پايه به يې چارې بشپړې شي.

سرچينې وويل، چې د دې ودانۍ په جوړولو سره به د ٥٠٠ زده کوونکو لپاره، چې تر خېمو او شنه اسمان لاندې يې زده کړې کولې، د ځاى له اړخه اړينې اسانتياوې برابرې شي.

د يادونې ده، چې هرات د زده کوونکو د شمېر له پلوه له کابل څخه وروسته په دويمه درجه کې ځاى لري، په دغه ولايت کې څه باندې ٧٨٠ نجونې او هلکان زده کوونکي، په څه باندې ٨٨٤ ښوونځيو کې پر زده کړو بوخت دي، خو اوس هم ٣٨١ ښوونځي يې ودانۍ نه لري.

Related Topics