لښکرګاه (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): د بريتانيا د دفاع وزارت اعلان کړى، چې د افغانستان د عامه نظم د پوليسو يونيفارم اغوستونکي د دوى درې سرتېري وژلي دي.
د بريتانيا د دفاع وزارت د چنګاښ په ١٢مه اعلان وکړ، چې دا پېښه د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې تېره شپه رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، يوه تن چې د عامه نظم د پوليسو يونيفارم يې اغوستى و، د دوى پر سرتېرو ډزې کړې، درې يې وژلي او څلورم يې ټپي کړى دى.
د دفاع وزارت ويلي، چې په دې اړه يې څېړنه پيل کړې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د دوى د سرتېرو په ځوابي بريد کې بريد کوونکى ټپي او نيول شوى دى.
د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره په افغانستان کې د وژل شوو بريتانوي سرتېرو شمېر ٤٢٢ تنو ته ورسېد.
له دې مخکې په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي و، د افغانستان په سوېل کې يوه تن، چې د عامه نظم د پوليسو جامې پر ځان وې، د ايساف پر سرتېرو ډزې کړې او درې سرتېري يې وژلي دي.
ايساف ويلي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.
په خبرپاڼه کې د پېښې کره ځاى او د وژل شويو سرتېرو هويت نه دى په ډاګه شوى.
بلخوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ سرچينه وايي، چې دا پېښه د دغه ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د عامه نظم يوه پوليس پر ايساف سرتېرو ډزې کړې او درې هغه يې وژلي دي.
د هلمند د والي وياند داوود احمدي د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک ته وويل، چې دا پېښه د ګرشک او سنګين ولسوالۍ ترمنځ د کمپرک مانده په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، په سيمه کې د ايساف او د عامه نظم پوليسو ترمنځ نښته رامنځته شوې، چې له امله يې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو کره معلومات يې نه درلودل.
د هلمند ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پېښه کې بريد کوونکى هم وژل شوى دى.
د دغو سرتېرو په وژل کېدو سره په روان زېږديز کال کې د ناټو د وژل شوو سرتېرو شمېر ٢٢٣ تنو ته ورسېد.
د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د ايساف سرتېرو د وژلو پېښې زياتې شوې، دا پېښې په کاپيسا او هلمند ولايتونو کې ډېرې رامنځته شوې دي.
راپورونه وايي، چې يواځې په روان زېږديز کال کې شاوخوا ٢٠ بهرني سرتېري د افغان سرتېرو له خوا وژل شوي دي.
خو د خپرو شوو راپورونو له مخې، له ٢٠٠٧ زېږديز کال راهيسې په شاوخوا ٥٠ دا ډول پېښو کې د افغان ځواکونو له خوا شاوخوا ٩٠ بهرني سرتېري وژل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP