کابل (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): کېداى شي افغانستان د يوې تاجکستانۍ کمپنۍ هغه چورلکه ضبط کړي، چې د ملي امنيت له لوري هېواد ته د ناقانونه راتګ له امله د کابل په هوايي ډګر کې درول شوې ده.
د ملي امنيت عمومي رياست وياند لطف الله مشعل د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادې چورلکې پرته له دې چې په افغانستان کې د فعاليت جواز ولري، د “سوپرېم” په نوم له شرکت سره کار کاوه.
سوپرېم يو د متحده عربي اماراتو اړونده نړيوال خصوصي لوژستيکي شرکت دى، چې له ١٣٨١ کال راهيسې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو ته د اکمالاتو په برخه کې فعاليت کوي.
د مشعل د څرګندونو له مخې، څېړنو ښودلې چې ياده چورلکه ملکي ده، خو د کابل هوايي ډګر له پوځي برخې يې کار اخيست او افغان حکومت ته يې ماليه هم نه ورکوله.
خو هغه ونه ويل، چې دې چورلکې له څه وخت راهيسې په افغانستان کې فعاليت کاوه، خو زياته يې کړه چې دغه چورلکه شاوخوا دوې اونۍ مخکې د دغه رياست له خوا د کابل په هوايي ډګر کې درول شوې او مهر لاک شوې ده.
مشعل زياته کړه: “موږ د هېواد د امنيتي او کشفي ارګان په صفت دغه چورلکه درولې، د قانون له مخې چې کوم اقدام يې بايد پر وړاندې وشي، هغه د اړوندو نورو حکومتي ارګانونو کار دى.”
د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت وياند ننګيالي قلاتوال هم په دې اړه، چې يادې چورلکې له څه وخت راهيسې په افغانستان کې فعاليت کاوه، معلومات ورنه کړل.
هغه وويل، چې د “تاجيک ايير” شرکت اړوند يادې چورلکې په اړه به د هېواد د هوايي چلند د قوانينو له مخې چلند وشي.
ده زياته کړه: “دا چې د ملي امنيت ادارې په وينا، دغه چورلکه په افغانستان کې د فعاليت جواز نه لري، دا په خپله د قانون خلاف کار دى، سل په سله به چورلکه ضبطېږي.”
دى وايي، چې په دې اړه به د ملي امنيت رياست په ګډون اړوندې ادارې تصميم ونيسي.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه د سوپرېم شرکت له چارواکو سره خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
د قلاتوال د معلوماتو له مخې، دغه وزارت شاوخوا څلور مياشتې مخکې هم د “ايرو بس” په نوم د يو بل بهرني شرکت يوه کارګو الوتکه او يوه چورلکه د قانون خلاف کړنو له امله ضبط کړې دي.
خو ده په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP