لښکرګاه (پژواک ١٣ چنګاښ ٩١): د کورنيو چارو وزير د هلمند امنيتي حالت د ډاډ وړ وباله او پوليس يې وستايل، چې د امنيت ساحه يې پراخه کړې ده.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره د چنګاښ په ١٣مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د كورنيو چارو وزير ستر پاسوال بسم الله محمدي تېره ورځ د يوه پلاوي په مشرۍ هلمند ولايت ته سفر وكړ او نن يې د دغه ولايت د پوليس له چارواکو سره وليدل.
د سرچينې په وينا، هلمند ته د محمدي د سفر موخه په دغه ولايت كې د امنيتي حالت ارزونه وه.
خبرپاڼه کاږي، چې د کورنيو چارو وزير وويل، چې پوليس او نور امنيتي ځواكونه توانېدلي چې په بشپړه توګه د خلكو همکاري ترلاسه کړي، چې له امله يې د امنيت ساحه پراخه شوې ده.
د ده په وينا، دا مهال د امنيتي مسووليتونو د لېږد درېيم پړاو ته نږدې كېږي او هڅه به يې دا وي، چې د پوليسو په كاري وړتيا كې نور هم ښه والی راولي او په خپله د دې جوګه شي، چې له بهرنيوځواكونو پرته امنيت ټينګ کړي.
د كورنيو چارو وزير د پوليسو له افسرانو سره تر ليدنې وروسته د ولايت مقام د غوڼدو په تالار كې د هلمند له والي محمد ګلاب منګل، د لسګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او د ولايتي شورا له غړو سره هم د يوې غونډې په ترڅ كې وكتل.
نوموړي د غونډې له ټولو ګډونوالو وغوښتل، چې د امنيت په ټينګښت كې نور هم له امنيتي ځواكونوسره مرسته وكړي او اوږه پر اوږه شته ننګونې له مخې لرې كړي.
د يادونې ده، چې د كورنيو چارو وزير تر دې مخكې له نيمروز ولايت څخه تر ليدنې وروسته هلمند ولايت ته د خپلو ولايتي سفرونو لړى وغځوله.