Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پنجوايي لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

کندهار ښار (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د کندهار چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د پنجوايي ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو ولسوال وژل شوى دى.

د دغه ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون مازيګر رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې ايساف ځواکونو په دې ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر يوه پټنځاى هوايي بريد کړى چې په ترڅ کې يې ياد ولسوال وژل شوى دى.

د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد د پېښې د پخلي ترڅنګ پژواک اژانس ته وويل، چې د وسلوالو طالبانو وژل شوى ولسوال د مدني په نوم شهرت درلود.

نوموړى وايي، چې په دغو عملياتو کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى او په سيمه کې چاڼيز عمليات روان دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د دغه ولايت يوه امنيتي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه په داى چوپان ولسوالۍ کې شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو په ياده سيمه کې د ملي اردو پر پوستې بريد کړى او څو ساعته جګړه رامنځته شوې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې جګړه کې د ملي اردو د يادې مرګ ژوبلې ترڅنګ ګڼ شمېر وسلوالو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.