Language

په شمال كې د وسلوالو بانډګروپونو پر شتون اندېښنه وښودل شوه

مزارشريف (پژواك ١٤ چنګاښ ۹۱): د شمال زون د ډاياګ مسوولين وايي، چې په دغه زون كې د طالبانو په ګډون شته غير مسوول وسلوال بانډګروپونه د دغه زون امنيت له ګواښ سره مخ كولى شي.

 په مزارشريف كې د شمال زون د وسلې ټولونې پروسې (ډاياګ) مسوول جنرال عبدالمنان، دغه څرګندونې د چنګاښ په ۱۴مه د دغه ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه د ۴۶ بېلابېلو وسلو د ترلاسه كولو پر مهال وكړې.

 د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ سرپرست عبدالرزاق قادري ډاياګ ته د دغو وسلو د سپارلو پر مهال پژواك خبري اژانس ته وويل، چې ۳۴ ميله بېلابېل ډوله وسلې يې د تېرې يوې مياشتې په ترڅ كې د دغه ولايت په اړوندو سيمو كې ترلاسه كړې دي.

 نوموړي زياته كړه، چې ۱۲ ميله وسلې يې د سولې د پروسې له لارې له تسليم شوو وسلوالو مخالفينو څخه ترلاسه كړې دي.

 د هغه په وينا، په دغو وسلو كې پيكا، كلاشينكوفونه، تومانچې او نورې ورته سپكې او درنې وسلې شاملې دي.

 د امنيه قوماندانۍ سرپرست قادري وويل، چې د تېرو دوو كلونو پر مهال په دغه ولايت كې د پوليسو په لاسته راوړنو كې د ياد وړ بدلون راغلى، چې له امله يې د جرمونو كچه ۲۰ سلنه ټيټه شوې ده.

 نوموړي زياته كړه، په بلخ ولايت كې د غلاوو كچه راښكته شوې، خو د جنايي جرمونو په اړه يې خپله اندېښنه وښوده.

 په مزارشريف كې د شمال زون د وسلې ټولونې د پروسې مسوول جنرال عبدالمنان پژواك ته وويل، چې د ۱۳۹۱لمريز کال له پيله تر دې دمه يې په شمال کې ۴۰۰ ميله بېلابېل ډوله وسلې ترلاسه كړې دي.

 خو نوموړي په شمال زون كې د غير مسوولو وسلوالو بانډګروپونو د شتون په اړه اندېښنه وښوده.

 د هغه په وينا، په دغه زون كې د وسلې ټولونې د پروسې له پيل څخه د دوى د شوې سروې پر بنسټ، د دولت د مخالفو وسلوالو په ګډون ۵۰۰ غير مسوول بانډګروپونه موجود وو، چې تر دې دمه يې دوى يواځې ۱۵۸ بې وسلې كړي دي.

 د ډاياګ مسوول جنرال منان وويل، كه چېرې امنيتي ځواكونه د يادو بانډګروپونو د له منځه وړلو په اړه جدي هڅې پيل نه كړي؛ نو د دوى اندېښنه پر ځاى ده، چې له همدې زاويې هم د شمال امنيت له ګواښ سره مخ كېدونكى دى.

 هېره دې نه وي چې تېره ورځ هم د ملي امنيت له خوا ۲۰ بېلابېل ډوله وسلې د شمال زون د ډاياګ پروسې ته وسپارل شوې.