Language

څلورو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګاه ( پژواک ١٤ چنګاښ ٩١ ) : د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د ماين دچاودنې له امله څلورو ملکي وګړيو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دې ولايت د والي وياند داوود احمدي د چنګاښ په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې دا پېښه نن سهار د مارجې ولسوالۍ په سيستاني سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې په ياده سيمه کې د ملکي وګړيو پر يوه سراچه موټر چاودنه شوې، چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې او ديوه ماشوم په ګډون درې عام وګړي ټپيان شوي دي.

احمدي وايي ، چې د پيښې ټپيان د امنيتي ځواكونولخوا د لښكرګاه اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي ، چې دا مهال تردرملنې لاندې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال كې ده، چې د تېرې شنبې په ورځ ددې ولايت په شوراب سيمه كې هم د ماين په چاودنه كې څلور عام وګړي وژل شوي وو.

Related Topics