کابل(پژواک١٥چنګاښ٩١): ولسمشر حامد کرزى وايي، افغانانو د امريکا ، پاکستان او ايران په ګډون اوس خپل دوستان او دښمنان ښه پېژندلي او که سره له دې بيا هم دوکه کېږي دا به يې خپله ګناه وي.
حامد کرزي نن په کابل کې دافغانستان د ځوانانو ملي جرګې ته په وينا کې وويل، چې وروسته له دې د افغانستان عزت او پرمختګ پر افغانانو پورې تړلى دى.
دده په وينا، تر ٢٠١٤ کال وروسته ، چې بهرني سرتېري له افغانستان څخه وځي، د هېواد ساتل د افغانانو کار دى.
دده په خبره ، که بيا هم په افغانستان کې ورانۍ کېږي، نو ملامتي به يې د افغانانو پر غاړه وي.
کرزي په څرګنده ونه ويل ،چې څوک د افغانستان دوست او څوک يې دښمن دى، خو زياته يې کړه:” نور خارجيان ملامت نه دي، هغه وخت خارجيان ملامت و، چې موږ ناپوه وو او د دوست په نامه موږ ته راغلل، اوس موږ ټول پېژندلي دي، پاکستان پېژنو،ښه په زرو او زېر يې پېژنو ، ايران هم سر تر پښو پېژنو او امريکا خو مو مخې ته لوڅ لغړ ولاړه ده ؛ نو چې له ناپوهۍ ووتو په هرڅه پوه شوو او بيا هم دوکه کېږو دا زموږ خپله ګناه ده.”
د ولسمشر په خبره، افغانان د بې غورۍ او ناپوهۍ له امله له ناخوالو سره مخ شول.
کرزي په افغانستان کې د ګاونډيو هېوادونو لاسوهنې ته په اشارې سره وويل، چې هر هېواد په افغانستان کې خپلې ګټې لري او د همدې لپاره غواړي په افغانستان کې لاسوهنه وکړي.
ده زياته کړه:”اوس چې موږ د پوهې ادعا کوو، که په رښتيا پوه شوي يو، له پاکستان څخه بايد ګيله ونه کړو، د پاکستان چې لاس بر شي لاسوهنه کوي، که موږ هم برلاسي شو لاسوهنه کوو، که د ايران زور ورسېږي لاسوهنه کوي،که زموږ هم لاس بر شي لاسوهنه کوو … امريکا نن زور لري لاسوهنه کوي که موږ هم زور پيدا کړو په واشنګټن کې د خپلې خوښې حکومت جوړوو ، داسې ولسمشر راولو چې د افغانستان د ګټو تابع وي.”
کرزي يو ځل بيا غربي او د ګاونډيو هېوادونو رسنۍ د افغانستان په اړه پر ناوړه او منفي تبليغاتو تورنې کړې.
دده په وينا، بهرنۍ رسنۍ تبليغات کوي، چې ګواکې د بهرنيانو په وتو سره به بيا افغانستان کې جګړې پيل شي.
کرزي د افغانستان په اړه په رسنيو کې ناوړه تبليغات رواني جګړه وبلله او ويې ويل، چې غربي او د ګاونډيو هېوادونو رسنۍ د خپلو حکومتونو په مشوره ددې لپاره منفي تبليغات کوي، چې په افغانستان کې يې ګټې خوندي شي او د بهرنيانو شتون وغځېږي.
خو کرزي وويل :” دوى (غربي او د ګاونډيو هېوادونو رسنۍ) تراوسه نه پوهېږي ،چې موږ پر هغوى پوه شوي يو.”
کرزي د افغانستان له ځوانانو وغوښتل، چې د خپل هېواد لپاره ريښتني اوسي. ده زياته کړه: ” که تاسې ځوانان سره يو شئ دا خاوره ساتل کېږي، دې خاورې ته صداقت په کار دى.”
هغه د تل په څېر يوځل بيا ځوانان زده کړې ته وهڅول او غږ يې پرې وکړ، چې د خپل هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره زده کړه وکړي.
دده په وينا، د افغانستان بدبختي د ناپوهۍ له امله ده او افغان ځوانان يواځې د پوهې له لارې کولى شي، چې هېواد له ناخوالو راوباسي.
د افغانستان د ځوانانو د ملي جرګې مشر محمد سنګر حميد زاده نننۍ ناستې ته په خپلو خبرو کې پر حکومت کلکې نيوکې وکړې .
ده د ځوانانو په استازيتوب پر ولسمشر غږ وکړ، چې په فساد ککړ چارواکي د قانون منګولو ته وسپاري ، محاکمه يې کړي او د مافيايي کړيو پروړاندې مبارزه وکړي.
هغه وويل،چې په دې برخه کې ملت د ولسمشر ترڅنګ ولاړ دى.
حميدزاده د حکومت لوړ پوړي چارواکي په دروغو تورن کړل، چې د ولسمشر پروړاندې د همکارۍ وعده کوي، خو وروسته چاته د ملاقات اجازه هم نه ورکوي.
د ځوانانو د ملي جرګې مشر له ولسمشر څخه وغوښتل ، چې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
د ځوانانو ملي جرګې د خپلې درې ورځنۍ غونډې په پاى کې٣١ ماده ييز پرېکړه ليک هم ولوست.
په دې پرېکړه ليک کې په افغانستان کې د سولې، د بهرنيانو د شتون، له فساد سره د مبارزې، بيکارۍ د له منځه وړلو او نورو موضوعاتو په اړه حکومت ته ځينې سپارښتنې شوې دي.
په پرېکړه ليک کې له حکومت څخه غوښتل شوي ، چې د وسلوالو مخالفينو معقول شرطونه ومني او همداراز د سولې په پروسه کې ځوانانو ته ونډه ورکړي.
پرېکړه ليک د دولت د سولې له هڅو ملاتړ کوي او وايي اجازه نه ورکوي ،چې له ځوانانو د کومې ډلې، شخص او يا حزب په ګټه ناوړه ګټه پورته شي.
په پرېکړه ليک کې دا هم راغلي ،چې ځوانان په افغانستان کې د بهرنيانو دايمي حضور نه غواړي ، خو د لنډمهالي شتون ملاتړ يې کوي.