Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شاه جوى ولسوال له چاودنې روغ ووت

کلات (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): امنيتي مسوولين وايي، چې تېره ورځ د ز ابل د شاه جوى ولسوالۍ د ولسوال د موټرو پر کاروان د سړک غاړې ماين چاودنه شوې خو نوموړى روغ ترې وتلى دى.

د شاه جوى ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د چنګاښ په ۱۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه تېره ورځ له غرمې وروسته د کابل-کندهار پر لويه لار رامنځ ته شوه.

د چارواکي په خبره، چې د شاه جوى ولسوال محمدصديق د پوليسو په ملتيا له کلات څخه شاه جوى ولسوالۍ ته روان و، چې د کلات ښار اړوند د باکرزو په سيمه کې يې پر موټرو چاودنه وشوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ولسوال له چاودنې روغ وتلى خو په پېښه کې څلور پوليس ټپيان شوي، چې وروسته په سيمه کې نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

 قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې په دې چاودنه کې اته پوليس وژل شوي خو د شاه جوى ياد امنيتي چارواکي دغه ادعا رد کړه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.