Language

د هرات د ګلران ولسوالۍ له محبسه څلور بنديان وتښتېدل

هرات ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د هرات د ګلران ولسوالۍ له محبس نه شپږ بنديان تښتېدلي، خو دوه يې بېرته د پوليسو له خوا ونيول شول.

د ګلران سرپرست ولسوال عبدالقيوم سوري وايي، چې تېره شپه يو شمېر بنديانو د خوړو د وېش پر مهال د محبس پر ساتونکي بريد وکړ او هغه يې بې وسلې کړ.

نوموړي پژواک ته وويل، چې په دې وخت کې شپږ بنديان په تېښته بريالي شول؛ خو دوه تنه د ملي امنيت د مؤظفينو او پوليسو له خوا بېرته ونيول شول.

سوري په دې اړه، چې ايا دا پېښه يو سازش و؟ وويل چې د محبس ساتونکى هم نيول شوى او د پېښې لامل به له څېړنو وروسته معلوم شي.

د هرات د ښاري څارنوالۍ رييس ګل احمد رامش وايي، يو له دغو کسانو، چې په تېښته بريالى شو، د محکمې له خوا د غلا پر جرم په درې مياشتې قيد محکوم شوى و او خوشي کېدو ته يې درې ورځې پاتې وې.

هغه زياته کړه، چې درې نور تښتېدلي د تورنو کسانو په توګه په محبس کې وو او محکمې تر اوسه د هغوى د برخليک په اړه پرېکړه نه وه کړې.

د هرات د پوليسو مطبوعاتي مسؤول سمونوال نورخان نېکزاد د دغو څلورو تنو د تېښتې پخلى وکړ او په اړه يې د پلټنو د پيل خبر ورکړ.

د يادونې ده چې تېر کال هم د هرات د ګلران ولسوالۍ له محبسه درې تنه په تېښته بريالي شوي وو.

Related Topics